دکندوزشاعرانواوليکولانودريدي ګل کلنې مشاعره ديوي غونډي په ترڅ کې ولمانځله .
په سلګونوشاعرانو،فرهنګيانواود ادب اوشعر مينه والو د کندوزولايت دغونډوپه تالارکې د ريدي ګل کلنې مشاعره دشعرونواومقالوپه ويلوسره رنګينه کړه .
ياده غونډه په کندوزکې ميشت دپسرلې ادبي اوکلتوري ټولنې لخواودشاعر اوليکوال غلام حيدرحيدرپه ځانګړوهلوځلوسره اوديوشميرتجارانواوولايت مقام په مالې مرسته جوړه شوي وه .
دياد ولايت ډيري شاعرانو،ليکوالانواوفرهنګيانوپه کې ونډه اخيستې وه دوي خپل ترتيب کړي شعرونه اومقالې دغونډي برخوالوته ولوستل .
ځينوشاعرانوپخپلوتازه شعرونوکې دريدي ګل دستاينې ترڅنګ دچارواکوغږونوته پخپلوانتقادي شعرونوسره خپل دزړه بړاس هم وويسته .
همدارنګه تيره شپه دغزل شپې ترسرليک لاندي په سلګونوشاعران دياد ولايت ديوقومې مشر حاجې امان اتمانزې په کور کې سره راټول شوي ووچې ګرده شپه يي د غزولو په ويلواوترنم تيره کړه .
دسږنې ريدي ګل مشاعرې دپخواپه پرتله يوازنې توپيرپه دي کې ووچې تيرکال يادي مشاعرې ته دپلازمينې کابل اونوروولايتونوګڼ شمير شاعران رابلل کيدل ولې سږکال دډيروشاعرانو ځاي خالې ووددي تشې د علت په اړه مې دريدي ګل مشاعرې چمتوکوونکې غلام حيدرحيدرڅخه وپوښتل ؟ هغه په دي اړه ويب پاڼې ته داسې وويل:دنيکه مرغه مونږه سږکال يوځل بيا په دي وتوانيدوچې دريدي ګل کلنې مشاعره په کندوز کې ولمانځو، مشاعرې ته دکندوزولايت برسيره دبغلان ،تخاراوبدخشان شاعران اولکيوالان هم راغلې وومګر لګه څرنګه چې سږکال په کندوز کې امنيتې حالت دپخواپه پرتله يوڅه خراب شوي نومونږه هم دليرې ولايتونوشاعران راونه بلل نوځکه په سږنې ريدي ګل کې مونږه دهيواد دنوروولايتونو شاعران دځان سره نه درلودل.
ديادونې وړده چې دياد ولايت دادب ځنې کارپوهان وايي چې د ورته مشاعروجوړول دشاعرانو دشعر په قوت کې رغنده رول لرئ