کور / تازه خبرونه / پاکستان: ٤٣ قبايلي طالبان وژل شوي دي

پاکستان: ٤٣ قبايلي طالبان وژل شوي دي

پاکستاني پوځي سرچينې وايي په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې په تيرو څلرويشت ساعتونوکې درې څلويښت طالب جنګيالي وژل شوي .
دپاکستان امنيتي چارواکې وايي تيره شپه ناوخته په اورکزيوايجنسۍ سيمه کې دپاکستاني سرتيرو او وسلوال طالبانوترمنځ هغه وخت نښته رامنځ ته شوه چې طالبانو په يوې پوځې هډې بريد وکړ.
تردې وړاندې هم دامريکادبې پيلوټه الوتکوپه بريدکې لس تنه وسلوال طالب جنګيالي وژل شوي دي .