دنوموړې ولايت دايستناف محکمې مشر وايي دغه بنديان دولسمشرحامدکرزى په فرمان دغويي مياشتې داتمې نيټې په مناسبت خوشي شوي دي .
نوموړي زياتوي دغه کسان دغلا،سړي تښتونې او وژنې په تورونو بندي شوي وه .
دغزني ولايت دايستناف محکمې ريئس وايي دولسمشر حامدکرزي په فرمان کې ددغه زندان د ديارلس تنو نورو زندانيانودبندپه موده کې کموالى راغلى .
ديادونې وړده څو ورځې وړاندې کندوز ولايت له عمومي محبس څخه د دوو تنو کوچنيانو پرګډون لږترلږه پنځلس هغه زندانيان چې په وړو جرمنو زندان ته اچول شوې وو او د يونيم کال او يا څه پاسه بند سزا يي تيره کړې وه، د ولسمشر حامد کرزې د ځانګړې فرمان پر بنسټ هم خوشې شول .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه