دشل اوريزولوبو په ويسټ انډيزکې دريم نړيوال جام اتوغوره ټيمونوترمنځ دکرکټ سيالۍ تيره شپه دويسټ انډيز اوهندوستان او اسټراليااوسريلانکاټيمونوترمنځ ترسره شوې
لومړ لوبه چې دکوربه لوبډلې ويسټ انډيز اوهندوستان ترمنځ ترسره شوه،هندوستان له پچې ګټلو وروسته ويسټ انډيزکرکټ تيم ته دتوپ وهنې بلنه ورکړه ،دانډيادکپتان مهندرسنګ دوهني دغه فيصله درسته ښکاره نه شوه اودلوبدلې يوبالريې هم ونه توانيده چې دويسټ انډيزکپتان کريس ګيل دتوپ وهنې مخه ونيسي ،له ګريس ګيل سره دهغه بل اوفنينګ بيسټمين چندرپاول ملګرتياکوله چې داتيامنډوڅخه وروسته کيچ اوټ شو.
په دې وخت کې کريس ګيل خپلې پنځوس منډې پوره کړې وي چې ورسره ډيرن سميع ملګرتياشروع کړه اودشپږيزو په وهلويې پيل وکړ..
ديرن سيمع اوکپتان کريس ګيل دويسټ انډيزمنډې په شريکه سره يوسلو نولسوته لوړې کړې اوديوې شپږيزې اودوه څلوريزوپه وهلوسره په لس توپونو ډيرن سميع په نولس منډودجديجاپه توپ باندې کيچ اوټ شو .
دويسټ آنډيز آرآدې ډېرخطرناکې ښکاريدي دفلارډ دراتګ سره سم هغه هم دوه شپږيزې ووهلې اوپه يوولس بالونويې اولس منډې جوړې کړې چې وروسته دظهرخان په بال يوسف پټان کيچ اوټ کړو په دغه وخت کې دويسټ انډيزمنډې يوسلوشپيتوته رسيدلې وي اودويسټ انډيز لپاره يو ولس بالونه پاتې وه .دويسټ انډيزلوبدلې يوبل تکړه لوبغاړى ميدان ته راغى براو هم له يوې منډې کولو وروسته اوټ شوله يوبل مس کيدو وروسته ساروان هم اوټ شو .په دې وخت کې کريس ګيل اوه نوي منډې کړي په داسې حال کې چې داننګ دوه باله پاتې وه اوکريس ګيل غوښته چې سل منډې پوره کړې د دنيش کارتيک لخوا رن اوټ شو او دهندوستان لپاره يې په شل اورونوکې يوسلو اوياهدف وټاکه .
ښکاريده چې هندوستان به دغه هدف په اسانه سره پوره کړي خو ويسټ انډيزبالرانوخپله لومړۍ سوزونه له هندوستاني ويجاڅخه پيل کړه اوهغه يې په اوه منډو اوټ کړ.دګوتم ګميرلخوا په څوارلس توپونود درې څلوريزوپه وهلودپنځلس منډو جوړل داسې ښکاريده چې په دغه لوبه کې به څه وکړي خو ويست انډيزي بالر ريچ دهغه دمنډو مخه ونيوله اوهغه يې په پنځلس منډو اوټ کړ.،روهيت شرما ميدان ته راغي اودسوريش رايناسره يې خپلې منډې په شريکه پيل کړي راينا يوځلې بياخپله تيزه لوبه پيل کړه اومعلوميده داسې چې هدف ته به ځان ورسوي مخکې له دې چې کپتان کريسګيل راشي اوسوريش راينا وسوزوي روهيت شرمادپولاد په بال باندې اوټ شو،ويسټ انډيزې کپتان کريسګيل يوځلې په بال اچونه کې هم وځليده اوسوريش راينه چې ديوې شپږيزې اوڅلورڅلوريزوپه وهلوسره يې دوه ديرش منډې کړي وي هم وسوزيدو..
په دغه وخت کې هندوستاني کپتان له يوراج سنګه سره خپله لوبه پيل کړه خو يوراج اوس هغه پخوانى يوراج نه دى او په څوارلس توپونويې دولس منډې وکړي او وسوزيده .
په دغه وخت کې هندوستان لپاره په دري څلويښت توپونو نهه آتيآمنډې پکآروي يوسف پټان دوه سرپه سرشپږيزو بياهم دهندوستان دګټې تمه پيداکړه خو هغه هم مقاومت ونکړاودلس توپونوپه لوبولوسره يې په اولس منډې جوړي کړي اودجرم ټيلرپه بال باندې اوټ شو..هربجن سنګه غوښتل چې دلوبې اړخ بدل کړي ځکه خويې له راتګ سره سمه څلوريزه ووهله او وروسته يې يوه بله شپږيزه ووهله خو ريچ چرته هغه داسې پريښودلو مخکې له دې چې هغه پنځلس منډې پوره کړي اوټ يې کړ.مهندرسنګ دوهني غوښتل چې په هره طريقه وي لوبه وګټي که څه هم هغه په اتلس توپونودوه شپږيزې اودوه څلوريزې ووهلې اوپه اتلس توپونويې نهه ويشت منډې ترسره کړي خودبراو لخوا په يوښه فيلډينګ سره رن اوټ شو.اودهندوستان لپاره اتمه ويکټ هم وسوزيده اوددې سره دهندوستان دګټې تمه هم لمنځه ولاړه اوپاتې توپ وهونکويواځې پنځه منډې ترسره کړې وي چې اورونه پرې خلاص شو اوهندوستان دنهه ويکټوپه سوزيدلوسره يوسلوپنځه پنځوس منډې وکړي او ونه توانيدل چې دويسټ انډيزلخوا ټاکل شوى ديوسلو اويامنډوهدف پوره کړي اوددې سره دغه لوبه دويسټ انډيزپه څوارلس منډو وګټل او دويسټ انډيزکپتان کريس ګيل داوه نوي منډوپه کولوسره اودهندوستان ديولوبغاړې په سوزولودلوبې غوره لوبغاړى شو..
ددې سره هندوستان دپاکستان ملګرتياوکړه اودپرلپسې دوه ميچونوپه بايللوسره يې دنيمه پايلوبوڅخه يې مخه ښه وکړه او له وروسته له دې چې پاکستان له جنوبي افريقا اوهندوستان له اسټرالياسره ولوبيږي خپلوهيوادونوته به ستانه شي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه