اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر ته ځانګړې كړې او د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستيو لفظي شخړو ته په اشارې ليكلي، چې له ښاغلي كرزي نه به تود هركلې ونشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم پر همدې مسئلې بحث كړې، خوا دا سفر يى د شتو ستونزو د هواري لپاره برخه ليك ټاكونكې بللې دې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې هم بحث شوې او د هغې عوامل څيړل شوي دي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د سياسي ګوندونو د بيا راجسټر كولو بهير ته هم كتنه كړې او د عدليى وزارت په حواله يى ليكلي، كه چيرې سياسي ګوندونه تر وركړل شوې يوې مياشتې وخت پورې ځانونه له سره راجستر نكړي نو د فعاليت جواز به ترې واخستل شي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د امريكا او افغانستان ترمنځ په اړيكو بحث كړې او ليكلي، چې د كابل او واشنګټن ترمنځ ستراتيژيكې اړيكې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره برخه ليك ټاكونكې ارزښت لري.
ورځپاڼې ليكلي، چې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي سفر يو بل ښه فرصت دې څو دواړه هيوادونه دا اړيكې لا پياوړې كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ځينو هغو ستونزو ته ګوته نيولې، چې د ورځپاڼې په وينا امريكا او افغانستان يى په وړاندې بايد په ګډه كار وكړي.
په ورځپاڼه كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د جوړې شوې امنيتي غونډې په اړه هم يو مطلب خپور كړې، چې پكې ښاغلي كرزي اړوندو ادارو ته د امنيت د لا ټينګولو لپاره د جدي تدابيرو سپارښتنه وكړه.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې ولسمشر كرزې بايد په واشنګټن كې له امريكايي مشرانو سره د سولې د بهير او د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه خبرې وكړي.
ورځپاڼې ليكلي، ولسمشر كرزې بايد امريكايي لورې ته د سولې د جرګې اهميت په ډاګه كړي او هغوى قانع كړي، چې يوازې په پوځي لار سوله نشې راتلاى.
ورځپاڼې پخپل يو څيړنيز مطلب كې بيا واشنګټن ته د ولسمشر كرزې د سفر په اجنډا بحث كړې او ليكلي، چې ښاغلې كرزې هڅه كوي پدې سفر كې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره د خپل امريكايي سيال ملاتړ ترلاسه كړي.
ورځپانې خپل نننې كارټون په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته ځانګړې كړې او پكې دا ښودل شوې، چې فساد د پرمختګ مخنيوې كوي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم دخپل لومړي مخ زياتره مطالب امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ددې سفر اساسي هدف د كابل او واشنګټن ترمنځ د رامنځ ته شوي كړكيچ له منځه وړل دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا ددې سفر لپاره د امريكايي مشرانو په اجنډا بحث كړې او دا مسئله يى څيړلې، چې امريكايان به ولسمشر كرزي ته څه ووايي.؟
په ورځپاڼه كې د افغانستان په شمال كې د وسلوالو مخالفينو خوځښتونو ته په پام سره د بلخ د والي په حواله ليكل شوي، چې كه دولت چټك اقدامات ونكړي نو د شمال ولايتونه به د مخالفينو له ګواښ سره مخ شي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د طالبانو په وروستي ګواښ بحث كړې، چې پكې د حملو د زياتولو خبردارې وركړل شوي او ليكل شوي، چې دا محز يوه تبليغاتي هڅه بللې ده.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي له سفر سره د افغانو په تړلو هيلو بحث كړې.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې ليكلي، چې القاعده خبر دارې وركړې، چې كه د بريتانيى شهزاده په افغانستان كې د اپاچي څرخي الوتكو د لارښوونې لپاره راشي نو دوى به يى وتښتوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې پاكستان ته د امريكا دا خبردارې هم راخستې، كه د امريكا په خاوره كې بيا حمله وشي، نو امريكايي ځواكونه به د پاكستان خاورې ته ننوځي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د امريكا په وروستي بريد كې د پاكستان لاس وو او دې مسئلې د امريكا او پاكستان ترمنځ نوې كړكيچ زيږولې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه