واشنګټن پوسټ نن د باوری منابعو په حواله ولیکل چی په افغانستان کی د امریکایی سفیر ( جنرال کارل آیکن بري ) او همدلته د امریکایی پوځ او ناټو د لوی قوماندان ( جنرال سټنلی مک کریسټل ) تر منځ د افغانستان په سر اختلافونه پیدا سوي دي . دا اختلافونه خصوصأ په دوو برخو کی ډیر شدید دي چی هغه د افغانستان د جګړې کړنلاره او د حامد کرزي سره د واشنګټن د اړیکو لورﺉ دی .
سفیر ( یعنی آیکن بري ) د کریسټل د دې تګلاری سخت مخالف دی چی د افغان کلیوالو د وسلوال کولو او د طالبانو سره د هغوی د جنګولو لپاره دې نوری ډیری پیسې مصرف سی . د کریسټل سره د ده بل اختلاف په دې کی دی چی هغه وایی د کندهار لپاره دې ډیر جنریټرونه او ډیزل رانیول سی تر څو برق ورکړو ، خو سفیر بیا وایی چی دا یې قطعأ چاره نه ده بلکی اساسی او دایمی چاره یې باید وسنجول سی چی هغه د بریښنا جوړولو د بندونو پروژه ده . بل دا چی سفیر د خپلی وظیفې تر څنګ غواړی چی د ناټو ملکی استاځی هم سی خو جنرال کریسټل د دې کار مخالفت او ممانعت کوی . راپور وایی چی یو جنرال د ۱۳۰۰۰۰ پوځیانو مشري کوی حال دا چی بل جنرال د ۳۶۰ دیپلوماتانو مشري کوی چی دا شمیر به ډیر ژر څه باندی ۱۰۰۰ کسو ته جګ سی .
د حامد کرزي په ارتباط د دواړو اختلاف دا دی چی جنرال کریسټل پر هغه لږ انتقادونه او د هغه ډیر صفتونه کوی خصوصأ د هغه ناسکه ورور احمد ولی کرزﺉ پر ګران دی ، حال دا چی سفیر ( جنرال آیکن بري ) بیا د حامد کرزي پر حکومت سخت او مخامخ انتقادونه کوی او د فساد او بی کفایتۍ په هکله یې څرګندونی ډیری توندی دي .
ورځپاڼه لیکی چی دغه دواړه جنرالان سبا واشنګټن ته روان دي تر څو په سپینه ماڼۍ کی د خپل مشر ( اوباما ) اوامر واوری چی د حامد کرزي سره به ټوله پر یوه میز هدایتونه واخلی او اختلافونه به حلوی .