يوه چينايي د خپلي مور، مېرمني او زوى په ګډون اته تنه وژلي دي.
د راپورونو له مخي دې سړي په يوه چاقو اته کسان وژلي دي چي پر مور، مېرمن او زوى سربېره يې، څلور تنه نور خپلوان دي او يو يې مزدور دئ. د پوليسو په وينا د ژو ايژونګ په نوم دغه قاتل نيول سوئ دئ او تحقيقات ځني روان دي.
چينايي رسنۍ وايي پېښه د جيانګزي ايالت د جي شويي سيمي چينګ ايوان په نوم کلي کي رامنځته سوې ده.