د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر حامد کرزى به نن د کابينې له شاوخوا لسو وزيرانو سره متحده ايالتو ته په څلور ورځني سفر روان سي.
د ولسمشر کرزي سره په دې سفر کي د ملي امنيت د شورا پر رئيس سربېره د دفاع، کورنيو چارو، بهرنيو چارو، استخباراتو، کرهڼي او يو شمېر نورو وزارتونو وزيران ملګري دي.
د جمهوري رياست خبرپاڼه وايي د افغانستان ولسمشر به د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره پر کتنه سربېره د سنا مجلس له غړيو سره هم وګوري. او همدا راز به ورسره تللى پلاوى له خپلو سيالو وزيرانو سره د افغانستان سره د سياسي او اقتصادي همکاريو په هکله وږغېږي.