د امريکا حکومت پر پاکستان باندي ږغ کړئ چي ژر تر ژره په شمالي وزيرستان کي عمليات پيل کړي.
د راپورونو له مخي په افغانستان کي د امريکايي لوړ پوړي قومندان جنرال ميک کريسټال د جمعې په ورځ پاکستان ته د سفر پر مهال دغه غوښتنه کړې ده. جنرال مک کريسټال د پاکستان د لوى درستيز جنرال اشفاق پروېز کياني سره په راولپڼدۍ کي ليدلي او پر نوموړي يې فشار راوړئ چي په شمالي وزيرستان کي د پاکستان پوځ د طالبانو پر ضد فوري عمليات پيل کړي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي جنرال کريسټال په جنرال کياني ته په واضحو الفاظو ويلي چي نور په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ د عملياتو د نه کولو هيڅ پلمه نه منل کېږي.
د امريکا له خوا پر پاکستان دغه فشار وروسته له هغه ډېر سو چي تېره اونۍ په نيويارک کي يو پاکستانى تبعه د موټر بم په ناکامه چاودنه کي ونيول سو، نيول سوي کس فيصل شهزاد ويلي په شمالي وزيرستان کي يې له طالبانو څخه د بم جوړوني تخنيک زده کړى وو.