د شمالي وزيرستان څخه تازه ورکړل سوي خبرونه وايي چي يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکي پر يوه کور دوه راکټونه فاير کړل چي له امله يې ١٠ تنه مړه سوي او درې نور ټپيان دي.
د پوليټيکل چارواکو په وينا پېښه د دته خېلو په انځرکس نومي کلي کي رامنځته سوې ده.
چارواکي وايي ياده سوې سيمه د طالبانو غټ مرکز دئ او له ويشتل سوي کور څخه را ايستل سوي مړي هم وسله وال طالبان دي، خو د دوى د هويت په هکله يې معلومات نسته.