دکرني او اوبولګولو وزارت دهيواد په پنځلس ولايتونوکې دمضروحشراتو اونباتي ناروغيوسره مبارزه پيل کړي ده .
دکرنې او اوبولګولې وزارت وايي په دغه کمپاين کې دحشراتواونباتي ناروغيو په له منځه وړلوسربيره دبوټو او ونو دساتنې څرنګوالې هم کروندګرو اوبڼ والوته ښودل کيږي .
دحشراتو اونباتي ناروغيودله منځه وړلوپه کمپاين کې دکرنې اوبولګولو وزارت د درې ډلو دمسلکې کارکوونکوسربيره څه دپاسه پنځه زره سيمه ييز اوسيدونکې برخه اخلي .
دنوموړې وزارت په وينا ددغه کمپاين سره به دملخانو دخټکيو دمعاشو،دکچالودغوباړو اودبيلابيلونباتي ناروغيو ديرغل مخنيوى وشي .
ديادونې وړده دغه کمپاين چې دزمري دمياشتې ترپايه به دوام وکړي په ترڅ کې به يې ټول دګواښ لاندې ولايتونه ددغه کمپاين ترپوښښ لاندې راشي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه