سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د هڅو په وړاندې شته ستونزې څيړلي او ليكلي، چې امريكا ته د ولسمشر كرزي د سفر يوه بنسټيزه مسئله هم د سولې طرحه ده.
ورځپاڼې له ښاغلي كرزي نه غوښتي، كه څه هم په هيواد كې دننه او بهر ددې طرحې مخالفت كيږي خو دې بايد امريكايي مشران و هڅوي، چې د هغې ملاتړ وكړي.
ورځپاڼې د سولې د خبرو په وړاندې د ښاغلي كرزي د دواړو مرستيالانو مخالفت هم څيړلې او ليكلي، ، كه په رښتيا هم د ولسمشر دواړه مرستيالان د سولې د خبرو مخالفت كوي نو دا به د هم بهرنيانو په لمسون وي.
په ورځپاڼه كې ددې هڅو په وړاندې د ايران انديښنې هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې ايران د طالبانو او امريكا ترمنځ د سولې له خبرو نه ځكه ويره لري، چې دا كار به په افغانستان كې د ايران د نفوذ مخه ونيسي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك له افغان ولسمشر سره د امريكا د ولسي جرګې د مشرې ليدنې ته ځانګړې كړې او د هغې په حواله يى ليكلي، چې د امريكا كانګرس به له افغان ولسمشر نه تود هركلې وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر د واشنګټن او كابل ترمنځ د اړيكو د يو نوي پړاو پيلامه ده.
ورځپاڼې هيله څرګنده كړې، چې دا سفر به د ګډو ستونزو په وړاندې په ګډه د كار كولو ښه زمينه برابره كړي.
ورځپانې پاكستان ته د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې دا خبردارې هم راخستې، كه د امريكا په خاوره كې په كوم كيدونكي بريد كې د پاكستان لاس لرل ثابت شي نو دا به د هغه هيواد لپاره جدي پايلې ولري.
افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ لفظي شخړې ته په پام سره، چې د كتونكو په وينا د بې باورۍ فضا يى رامنځ ته كړه دا مسئله څيړلې، چې ايا اوباما او كرزې به په ګډه كار وكړاى شي.؟
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي سفر به دا مسئله ښه روښانه كړي، چې ددوى ترمنځ تاوتريخوالې اوس هم موجود دې او كه نه؟
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د سولې له خبرو سره د ايران د مخالفت مسئله څيړلې او ليكلي، چې د ايران اصلي ويره په سيمه كې د خپل نفوذ له لاسه وركول دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د امن د ټينګولو لپاره د امريكا په ستراتيژۍ، چې هدف يى د ځواكونو زياتول وو بحث كړې او ليكلي، چې دا كار امنيتي ستونزې نشي هوارولې.
اصلاح بيا په افغانستان كې د بې كارۍ په ستونزې بحث كړې او هغه يى د شتو اكثره ستونزو ريښه بللې، ورځپاڼې غوښتي، چې دې ستونزې ته بايد جدي پاملرنه وشي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ليكلي، چې واشنګټن ته د افغان ولسمشر د سفر په مهال اوباما به په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د سختې مبارزې لپاره فشار راوړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ پاتې برخه په ايران كې د افغانانو د اعدام په اړه پورته شويو غبرګونونو ته ځانګړې كړې او د خلكو د مظاهرو انځورونه يى هم خپاره كړي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په ايران كې د افغانانو په اعدام بحث كړې او ليكلي، چې ددې كار دوام به لا زيات سخت غبرګونونه له ځانه سره ولري.
ورځپاڼې په دوام كې ايراني چارواكو ته سپارښتنه كړې، چې د اعدامونو ددې لړۍ په بندولو سره دې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو د خرابيدو مخه ونيسي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه