په آيسلنډ کي د اور غورځوونکو غرونو د جوش نوې لړۍ يو ځل بيا پيل سوې چي له امله يې نن د هسپانيې هيواد خپل درې هوايي ډګرونه وتړل او د اروپا او امريکا ترمنځ د الوتنو د ځنډ بېره يې پيدا کړې ده.
د اروپا د هوا پوهني ادارې ويلي په هوا کي د لوګيو نوې لړۍ په سرعت سره د جنوب پر لوري را روانه ده، چي ښايي د امريکا سره د الوتنو د ځنډ لامل سي.
د آيسلنډ د اورونو دغه لړۍ په داسي حال کي پيلېږي چي تېره مياشت هم نيژدې ١٥ ورځي په ټوله اروپا کي هوايي ډګرونه د دې لوګيو له امله بند پاتي وو او هوايي شرکتونو ته په ميليارډونو ډالره تاوان ورسېدئ.