د نړۍ والو سيالو په دوهم پړاو کي همدا اوس د پاکستان او نيوزلنډ ترمنځ لوبه نيوزلنډ په يوه منډه له پاکستان څخه وګټله.
پاکستان پچه وګټله او مقابل لورى يې بيټينګ ته ور وباله، چي نيوزلنډ په ٢٠ آورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډي جوړي کړې.
د پاکستان څخه محمدسمېع دوه، شاهد افريدي دوه، عبدالرحمان دوه او سيداجمل يو نيوزلنډي لوبغاړي وسوځول.
پاکستان کولاى د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٢ منډي جوړي کړې، چي که يې يوه بله منډه جوړه کړې واى لوبه يې مساوي کولاى سواى.
د پاکستان له خوا کامران اکمل په ٨ بالونو ٥ منډي، سلمان بټ په ٥٤ بالونو ٦٧ منډي (د لوبي له پيله تر پايه ودرېدئ، محمدحافظ په ٤ بالونو ٨ منډي، عمر اکمل يو بال صفرمنډه، مصباح الحق په ١٣ بالونو ٣ منډي، شاهد افريدى په ٩ بالونو ١١ منډي، عبدالرزاق په ٢٩ بالونو ٢٩ منډي، عبدالرحمن په درو بالونو دوې منډي جوړي کړې.
د پاکستان په نننۍ بازي سلمان بټ تر ټولو ښه او په احتياط لوبه وکړه چي له پيله تر پايه ودرېدئ.