د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د يوه امريکايي مقام په حواله وايي چي د طالبانو د نائب مشر ملا عبدالغني برادر څخه يې ګټور معلومات ترلاسه کړي دي.
دغه چارواکى چي نوم يې پټ ساتل سوئ دئ، نيويارک ټايمز ته يې ويلي چي نوموړي داسي معلومات ورکړي چي په افغانستان کي د طالبانو پر ضد جنګ کي له دوى سره مرسته کوي.
د راپور له مخي ملابرادر د طالبانو د عملياتي پلانونو، په کوټه کي د طالبانو د لس کسيزي شورا او د هغې د کړنو او صلاحيتونو په هکله معلومات ورکړي دي.
ملابرادر د جنوري په مياشت کي د پاکستاني استخباراتو له خوا په کراچي کي ونيول سو، چي پاکستاني او امريکايي استخباراتي مامورين تحقيقات ځني کوي.
نوموړى د طالبانو د غورځنګ له پيله د ملامحمدعمر کلک ملګرى وو، چي په وروستيو کلونو کي يې د هغه د مرستيال په توګه د طالبانو رهنمايي کوله.