کور / تازه خبرونه / طالبانو د ( الفتح ) په نوم د عملیاتو د پیل خبردارﺉ ورکړ

طالبانو د ( الفتح ) په نوم د عملیاتو د پیل خبردارﺉ ورکړ

اسوشیټیډ پریس د طالبانو په حواله خبر ورکوی چی طالبانو اخطار ورکړی چی په راتلونکو څو ورځو کی به په ټول افغانستان کی سختی او شدیدی حملې پیل کړی چی نوم یې د ( الفتح ) پسرلني عملیات دي . دا عملیات به د دوشنبې یعنی د مې د لسمی څخه پیلوی چی په هغو کی به د حکومتی عالیرتبه مامورینو وژل ، او د بهرنیو پوځیانو او د هغوی د ملګرو پر ضد د سړک د غاړی ماینونه ، فدایی حملې ، د ښارونو محاصره کول ، د پوځی مراکزو د لارو بندول ، د بهرنیو یرغلګرو اسیر کول او نور شامل وی . طالبانو ویلی چی د دې عملیاتو نښه یا هدف به امریکایان ، د ناټو پوځیان ، بهرني مشاورین ، د دیپلوماتانو تر نوم لاندی خارجی جاسوسان ، د کرزي د کابینې غړی ، پارلمانی وکیلان ، د دفاع ، امنیت ، عدلیې او کورنیو چارو د وزارتونو منسوبین ، د بهرنیو او کورنیو امنیتی کمپنیو اجیر قراردادیان ، د پوځی اکمالاتو او تعمیراتو ټیکه داران او کارمندان او ټول هغه کسان وی چی په افغانستان کی د اجنبی حاکمیت لپاره د بهرنیو اشغالګرو ملاتړی وی .
طالبانو ټولو هغو کسانو ته خبردارﺉ ورکړی چی د کابل حکومت سره دې د کارونو څخه لاس واخلی ، لوژیستیکی او اکمالاتی دندی دې پریږدی ، د بهرنیو په ګټه دې د پانګه اچولو څخه لاس واخلی .
هغوی پر خپلو طالبانو ږغ کړی چی حتی الوسع د ملکی تلفاتو څخه ډډه وکړی او اصلی دښمن په نښه کړی .
خبر زیاتوی چی د کابل د دفاع وزیر رحیم وردک ورته ویلی چی طالبان دومره وس نه لری چی په ټول افغانستان کی دغسی شدیدی حملې وکړی او د هغوی دا اخطار یې یو تبلیغاتی کمپاین وباله . مګر مبصرین وایی چی حالات فعلأ د طالبانو په ګټه دي او د هغوی هر ځل خبرتیا دغسی حملې عملأ په اثبات رسولي دي .