کور / تازه خبرونه / طالبان د الفتح په نوم عمليات پيلوي، چارواکي يې پروپاګند بولي

طالبان د الفتح په نوم عمليات پيلوي، چارواکي يې پروپاګند بولي

د طالبانو له خوا يوه نوې خپره سوې اعلاميه وايي چي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي به د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد نوي عمليات پيل کړي.
په اعلاميه کي دې عملياتو ته د الفتح نوم ورکړل سوئ دئ او وايي د پسرلي په راتګ سره به ډېر ژر پيل سي.
بلي خوا ته د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ ويلي د طالبانو د نويو عملياتو خبر يو تش پروپاګند دئ.
افغان حکومت او طالبان په داسي حال کي د يوه او بل عمليات پيل پروپاګند بولي، چي نيژدې هره ورځ تر لسو ډېر ملکي افغانان يا د حکومت او بهرنيانو له خوا په بمباريو او مخامخ جنګونو او يا د طالبانو د چاودنو له لاسه وژل کېږي.