کور / تازه خبرونه / ننګرهار: ولايتي شورا له چارواکيو سره پرېکون اعلان کړ

ننګرهار: ولايتي شورا له چارواکيو سره پرېکون اعلان کړ

ننګرهار ولايتي شورا د ولايتي اداري له چارواکيو سره خپل پريکون اعلان کړ.
دولايتي شورا درئيس نصرت الله ارسلا په وينا چې د ننګرهار چارواکي د ادارې فساد په مخنيوي کې ورسره مرسته نه کوي او له همدې امله ورسره سر له ننه خپل پرېکونه اعلانوي.
د ننګرهار ولايتي شورا يو ځل بيا د ننګرهار ولايتي اداره په ادارې فساد ککړه وبلله او ګواښ يې وکړ که په فساد يو شمېر ککړ چارواکي له دندو ګوښه نشي، د ننګرهار والي په خپل دريځ کې بدلون رانه ولي، نو دخپلو ولسونو په ملاتړ به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي. نوموړي دا ګواښ هم وکړ، چې په همدې روانه اونۍ کې به د ننګرهار د قومي مشرانو او ولسونو يوه لويه جرګه راغواړي او پرېکړه به کوي، چې ايا د شورا دروازې وتړي او که په لاريونونو پيل وکړي، تر څو چارواکي دې ته اړ باسي چې د دوى قانوني غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
د ننګرهار ولايتي شورا رئيس حاجي نصرت الله ارسلا خبريالانو ته وويل موږ شورا ته په راتګ له خلکو سره ژمنه وکړه چې داداري فساد پر وړاندې موږاو ولايتي اداره ګډ مسوليت لرو اوکلکه مبارزه به کوو خو دننګرهار ولايتي اداره زموږ په چارو کې خنډونه جوړوي او زموږ د کارونو مخه نيسي. د ولايتي شورا رئيس د ننګرهار برېښنارياست ته ګوته ونيوله چې يوازې نهه څلوېښت سلنه ضايعات لري او همدارنګه يې زياته کړه چې په ښاروالۍ کې هم فساد خپلې لوړې کچې ته رسېدلى.
بل پلو د ننګرهار مرستيال والي محمد عالم اسحاقزى بيا وايي چې ولايتي شورا دې په فساد کې د ښليکو ادارو په اړه اسناد دوى ته په واک کې ورکړي. نوموړي زياته کړه، چې دوى سر له همدا ننه يوه کمېټه ټاکي چې د برېښنا په رياست کې د فساد په اړه څېړنه پيل کړي. هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولايتي شورا په يوه خبري غونډه کې د ننګرهار چارواکي په فساد ککړ بللي ول او ګواښ يې کړى و که مفسد چارواکي له دندو ګوښۀ نه شي، نو د ولسونو په مټ به يې پر وړاندې کلک غبرګون وښيي.