کور / شعر / ملي لوبډله

ملي لوبډله

غوړېدلی نوی ګل دی دا ملي ټيم د افغان دی
د ثمر وخت یې دی پاته خو پياوړی پر ميدان دی

زړه مي غواړي ور پغاړه د ګلانو سرې غونچې کړم
که نوروز دی که شاهپور،که نبی او يا ځدران دی

حق دی ټولو ادا کړی که بېټسمين او يا بالر وی
نورعلی،شهزادځغستاکي دحسن بياپوخ نښان دی

نړيوال يې ټول خبر کړل چي موږ نه يو دجنګ خلګ
ښه دميني لوبې وکړې خپل حريف ورته حيران دي

دې اتلو ، باتورانو تاريخونه خپل را ياد کړل
تور او سور، زرغون بيرغ يې رپولی پر جهان دی

زړه خوړلی،غمزده ملت پر شونډويې موسکا سوه
اوس دلخوشه غم يې هېر وايی اتل زموږ جانان دی

غيرتي وهمتي دی ده کی ننګ او هم يې رنګ سته
دی با عزمه ، محنتي او باتنظيمه دخپل پلان دی

د منزل لوری دي پاته نور به ډېر ګالې زيارونه
که دا ځل ته اتل نسوې نوی کال دي جاويدان دی

د لوړ نوم ګټي لپاره وړاندي ځه مخ ته بری دی
پېروزي دي نصيب غواړم د رحيم همدا ارمان دی