کور / شعر / غزل

غزل

هر يو رګ زما خــــــالي شي له ګـــــــــــمانه روح ارام شـــــــــــي
ســــــــــــــتا د نوم په يادولو مــــــــــــې جانانه روح ارام شـــــــــي

ټوله شپه درپســې ژاړمـــــــــــــــه او ژاړم سکــــــــــــــــــون نه وي
خو چې اوښــــــکې مې شي تېرې له ګـــــــرېوانه روح ارام شي

دا نړۍ د کائيناتو چـــــــــــــــې اشـــــــــنا مــــــــــطالعه کـــــــــــړم
خلاص شم ، خلاص شم له رقيب او له شيطانه روح ارام شي

چې رنګـــــونه ترې رنګ اخــلي ، چې ګلونه ترې رنګ اخلي
ځان چې حس کړمـــــه له دغې ګلـــــــيستانه روح ارام شــــــي

شهـــــــــــيد کـــــــــــــــړى چـــې حـــــــــلاتو دى د هغه زړه په قبر
شـــــــــــــهابونه چــــــــې راوري له اســـــــــمانه روح ارام شـــــي

د نفرت کــــــــــورګى کړې وران ؛ زياره ورانه يي دنيا کـــــړه
مــــــــينه واخــــــــلم ســــــــتا د مينې له دنيا نه روح ارام شــي