کور / تازه خبرونه / د برېښنا شارټۍ بسته مارکېټ وسوځاوه

د برېښنا شارټۍ بسته مارکېټ وسوځاوه

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د اور لګېدني له امله په لسهاوو دکانونه سوځل سوي او په ميليونونو روپۍ تاوان رسېدلئ دئ.
پېښه پرون د جمعې په ورځ د لياقت بازار په مشهور مارکېټ شاپينګ سنټر کي رامنځته سوې، چي چارواکو يې علت د برېښنا شارټي بللې ده.
پوليس وايي دا چي د جمعې ورځ وه او د مارکېټ سر هم بند وو، دکانونه تړلي وو، تر ډېره وخت خلګ خبر نه وو چي په مارکېټ کي اور لګېدلى دئ، ځکه خو داسي دکان نه دئ پاته سوئ چي تاوان دي نه وي ور رسېدلئ.