د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د ښاريانو له خوا هغه مهال يو ماشوم تښتوونکى ونيول سو چي د يوه هندو سوداګر زوى يې تښتاوه.
راپورونه وايي د راجيش کومار په نوم د يوه هندو سوداګر پنځه کلن زوى له ښوونځي څخه کور ته روان وو چي دوو کسانو يې د تښتوني هڅه وکړه، خو د هلک په چيغو خلګ خبر سول، تښتوونکى يې ونيوئ او پوليسو ته يې حواله کړ.
د کوټي په ښار کي له ډېره وخته د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر د سرمايه دارانو ماشومان تښتول کېږي، خو دا لومړى ځل دئ چي تښتوونکي لاس په لاس نيول کېږي.
بايد وويل سي چي په نويمو کلونو د ننګرهار اوسنى والي ګل آغا شيرزى هم د کوټي په ښار کي تښتول سوئ وو، چي بيا د پيسو په ورکولو سره راخلاص سو.