کور / تازه خبرونه / د جوزجان د والي او امنیه قوماندان پر زامنو جنسي تیری سوئ دئ

د جوزجان د والي او امنیه قوماندان پر زامنو جنسي تیری سوئ دئ

راپورونه وايي چې په جوزجان کې د دې ولایت د والي او امنیه قومندان پر زامنو ډله ییزه جنسي تېری یو غچ اخیستونکی اقدام وو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د باوري معلوماتو سره سم تقریبأ دوې اوونۍ مخکی د جوزجان د والي زوی ( یما ) او د امنیه قومندان زوی ( حشمت ) دوې نجونې د جوزجان لیلي دښتې ته وړې وې چې په سیمه کې د دولسو شپنواو بزګرانو له لوري د فحشا په حال کې لاس په لستوڼي ونیول سول.

منبع وايي چې د جوزجان د ولایت د دوو ترټولو جګپوړو چارواکو د ۲۵ او۳۰ کلونو زامنو دې عمل د شپنو او کروندګرو غوسه پارولې اوهغوی له ډېره قاره پرې ډله ییز تېری کړی دی . خو مقامات دا تورونه ردوي .

د جوزجان د ولایت یو مسؤل مقام چې نه یې غوښته نوم یې واخیستل سي ، پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د والي او امنیه قومندان زامنود ( شکریې ) او ( جمیلې ) په نومونو دوې نجونې د لیلي دښت ته د عیاشۍ لپاره بېولي وېچی عمرونه یې د ۲۲ او۲۴ کلونو ترمنځ ښودل سوي دي .
د جوزجان دې دولتي مقام همداراز ویلي چې د والي او امنیه قومندان زامنو ورته ویلي چې پر دوی باندې په ډله ییزډول تجاوز شوی دی .

ده وویل چې د دواړو هلکانو سره تومانچې اویوولس زره امریکايي ډالرهم وو چې چوپانانو ترې وړي دي .

ده دا هم وویل چې شپنو او بزګرو د والي او قومندان د زامنو جامې په لور څېرې کړي او بیا یې لواطت ورسره کړی دی .

دﺉ وايي چې دواړو هلکانود ستنېدو پر مهال کالي په تن نه لرل او نجونې په چادرۍ کې ښار ته راغلې .

خبرځای وايي چې شپنونجونو ته څه نه دي ویلي .
پژواک خبري اژانس وايي چې د جوزجان د امنیې قومندانۍ یو مقام چې د نوم له ښوولو یې ډډه کوله ، دا موضوع تایید کړه او ویې ویل : دواړه هلکان د لیلي دښت څخه تر راستنېدو وروسته پر چوکۍ کښېنستلی نه سوای .

پژواک ته په شبرغان کې د مدني ټولنو یوه مسوول ویلي چې که دا قضیه د یوه عادي افغان وای نو امنیتي ځواکونو به فوراً اقدام کړی وو خو اوس یې خوله پرې پټه کړې ده .

ده دا هم وویل چې که په دې خبره مقامات سرپوښ کښېږدي ، نو خلک به مظاهره وکړي ځکه چې له والي او امنیه قومندانه خلکو مخکې هم شکایت درلود چې د ښوونځیو او پوهنتون نجونې ځوروي.

هاشم زارع د جنبش اوعبدالخلیل امین زاده د جمعیت ګوند غړیتوب لري .دواړه له دې رسوایي وروسته له کاره ګوښه سوي او پرځای یې نوي کسان ګومارل سوي چې هغه هم په همدې ګوندونو پورې اړه لری .

خود جوزجان د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو مدیرسمونوال عبدالمالک ممنون وايي چې تراوسه پورې د دې قضیې په ارتباط چا شکایت نه دی ورته کړی .دﺉ وايي که څوک ورته شکایت وکړي نو موضوع به تعقیب کړي.
خو مبصرینو دا کړني د سرځوړۍ څخه ډکی بللي دي .

په شبرغان کې ټول خلک له دې موضوع خبر دي او د څارنوالۍ مقامات هم وايي چې دوی ته هم دا اوازې رسېدلي دي .خو د والي او امنیه قومندان زامن او د هغوی پلرونه په دې باب له څه ویلو ځان ساتي .

تاند ته داسي راپورونه هم رارسېدلي چې د پژواک خبري اژانس خبریال د دې راپور له خپرولو وروسته د چارواکو تر سخت فشار لاندې دی .حال دا چې هغه د موضوع په باب له ګڼو خواوو سره خبرې کړې وې او د هر لوري نظر ته یې په خپل راپور کې پام کړی وو.