طالبان خبر ورکوی چی نن سهار او پرون یې په پنجشیر او جوزجان کی د بهرنیو پوځیانو درې زرهپوشونه په ماینونو الوزولي دي . نن سهار د بازارک په سیمه کی یو زرهپوش پر ماین وخوت چی پکښی سپاره ټول بهرني پوځیان ووژل سول څو چی وروسته هلیکوپترونو انتقال کړل .
خبر وایی چی پرون هم د پنجشیر په خنج کی طالبانو د پولیسو پر ګزمه ناببره سخته حمله وکړه چی په نتیجه کی یې یو رنجر موټر تباه او پکښی سپاره ټول پولیس ووژل . د دې پیښی څخه مخکی د همدې ولسوالۍ په حصهً اول کی د خارجی ځواکونو په یو زرهپوش ماین چاودول سوی و چی له امله یې سپرو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه .
خبر زیاتوی چی پرون د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالي په حیدرآباد کی د خارجی پوځیانو یو زرهپوش په ماین والوزول سو او پکښی سپاره پوځیان یې ووژل سول چی وروسته هلیکوپترونو انتقال کړل .