(اونیز راپور)
له نیکه مرغه چې د افغانستان پوهنیز ډګر د ورځې په تیرېدو سره د نوو پرمختګونو شاهد او د ښو معیارونو په لوري خپل حرکت ته دوام ورکړی دی. موږ په دې لیکنه کې د دې اونۍ یو لړ هغو پرمختګونو ته په لنډه توګه اشاره کوو چې د هیواد په سطحه د پوهنې په ډګر کې رامنځته شوي او د نوو ښوونځیو د تعمیراتو پرانیستل، د پوهنې د مسئولینو لپاره روزنیز سیمنارونه جوړول او داسې نور یې مهم ټکي ګڼل کیږي.
د ۱۳۸۹ د غوايي ۱۲ نیټه په کابل کې د پوهنې د پروګرامونو اغیزمن مدیریت او سالم تطبیق تر عنوان لاندې لس ورځنی ورکشاپ جوړ شو او لومړۍ دوې ورځې یې په ولایتونو کې د اتیا زره ښوونکو لپاره د تنخواوو او رتبو د نوي سیستم عملي کیدلو ته ځانګړې شوې وې. د نوموړي ورکشاپ په پرانیستونکې غونډه کې د پوهنې د وزارت مقام، د همدې وزارت اړوندو چارواکو، د پوهنې ولایتي رئیسانو او یو زیات شمیر کورنیو او بهرنیو میلمنو ګډون کړی وو او ورکشاپ به د لسو ورځو لپاره دوام کوي.
د دې ورکشاپ اساسي موخې په لاندې ډول دي:
د پوهنې د څرنګوالي د بهبود په لاره کې د کمزورو ټکو تشخیص او د حل لارو پیدا کول
د پوهنې د آته ګونو پروګرامونو لپاره د اغیزمن مدیریت منځته راوړل
د پوهنې د مرکزي او ولایتي ریاستونو تر منځ د غوره تفاهم او همغږۍ منځته راوړل
په ټول هیواد کې د ۸۰۰۰۰ ولایتي ښوونکو لپاره د رتبو او تنخواګانو د نوي ریفورم عملي کیدل
د پوهنې د پنځه کلن ستراتیجیک پلان لپاره د نوو نظریاتو شریکول، د پوهنې د ولایتي ریاستونو لپاره د ۱۳۸۹ کال د عملیاتي پلان چمتو کول او د کال د څلورمې حصې یا ربع په اساس مرکز ته د هغه لیږل.
د ۱۳۸۹ د غوايي د میاشتې ۱۳ نیټه
د تخار د ولایت د ورسج د ولسوالۍ د پوهنې د مدیریت په تالار کې د نوموړي ولایت د ښوونځیو د شوراګانو لپاره د پوهنې د کیفیت د لوړوالي د ملي پروګرام یا ایکویپ په همکارۍ لس ورځنی تربیوي سیمنار جوړ شو. په نوموړي سیمنار کې د ورسج د ولسوالۍ د ۲۴ ښوونځیو د شوراګانو څخه ۱۲۰ تنو ګډون کړی وو چې د شوراګانو د غړو د ظرفیت لوړوالی یې لویه موخه ده او د لس ورځو لپاره به ادامه لري.
د غور په ولایت کې د پي آر ټي ټیم له خوا د یو شمیر تعلیمي اجناسو مرسته و شوه چې په هغه کې ۵ بابه خیمې او داسې نور تعلیمي وسایل شامل دي او د تیورې په ولسوالۍ کې د پوهنې مدیریت ته و سپارل شول.
د بادغیس په ولایت کې د نوې زده کړې د میتود تر عنوان لاندې ۱۶ ورځنی روزنیز سمینار جوړ شو. دغه سمینار د کلیوالي ښوونځیو د ښوونکو لپاره د بادغیس د حنظله لیسې په تالار کې د یونیسیف د موسسې په مالي مرسته جوړ او موخه یې ښوونکو ته د زده کړې نوی میتود ښودل دي. باید وویل شي چې یونیسف په روان کال کې ۲۵ بابه کلیوالي ښوونځۍ د بادغیس په قلعه نو، قادیس، مقر او آبکمري ولسوالیو کې تاسیس کړې او ۴۵۳ نارینه او ښځینه زده کوونکي په نوموړو ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.
د هرات د ولایت د پوهنې ریاست په سالون کې د نوموړي ولایت د پوهنې د مدیرانو او نظارت د غړو لپاره درې ورځنی سمینار د یونیسیف په مالي مرسته جوړ شو چې په هغه کې د هرات د ولایت د ۱۵ ولسوالیو د پوهنې د مدیرانو او د نظارت غړو ۶۰ کسانو ګډون کړی وو او موخه یې د ۱۳۸۹ د پلان او بودجې په هکله د معلوماتو ورکول وو.
د ۱۳۸۹ د غوايي ۱۴ نیټه
د ننګرهار د ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې د تریلي د لیسې نوې ودانۍ د نوموړي ولایت د پوهنې د ریاست د مسوولینو، د سیمې د مشرانو، مخورو او د نوموړې لیسې د زده کوونکو له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شوه. د دې ښوونځۍ تعمیر په پاخه او اساسي ډول په دوو بلاکونو کې د ۱۹۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ننګرهار د پي آر ټي ټیم له خوا د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوه چې ۱۶ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې د احاطې دیوال او نور ضروري ملحقات لري. د دې ښوونځۍ د ودانۍ په جوړیدو سره د ۳۵۰۰ تنه زده کوونکو لپاره د درسي ټولګیو د نشتوالي ستونزه حل شوه.
د بلخ ولایت د نهر شاهي د ولسوالۍ د علي چوپان د لیسې نوې ودانۍ د همدې ولایت د مقاماتو، مشرانو، سپين ږیرو، مخورو او زده کوونکو له خوا د پټۍ په پریکولو سره پرانیستل شوه. دغه تعمیر په ۲۵۰ متر مربع ځمکه کې د دوو طبقو په درلودلو سره د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په ۶ میاشتو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو. دغه ودانۍ د ۵ درسي ټولګیو، ۲ اداري خونو، د احاطې د دیوال او نورو ضروري ملحقاتو درلودونکې ده چې د ۱۲۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو لپاره یې د ځای د نشتوالي ستونزې ته د پای ټکی کیښود.
د لغمان د ولایت د پوهنې د ریاست په تالار کې د نوموړي ولایت د مرکزي ښوونځیو او لیسو د ۲۰۰ ښوونکو لپاره یو ورځنی سمینار جوړ شو. دغه سمینار د عامې روغتیا د وزارت په مرسته د رواني ناروغیو سره د بلدتیا په موخه خپل یو ورځنی کار بشپړ کړ.
د ۱۳۸۹ د غوايي ۱۵ نیټه
د ننګرهار د ولایت د کوټ د ولسوالۍ د لاغلجو د لیسې نوې ودانۍ د جوړیدو چارې د همدې ولایت د مقاماتو، مشرانو، سپين ږیرو او مخورو له خوا د پټۍ په پریکولو سره پرانیستل شوې. دغه تعمیر به په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول سره د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت په ۶ میاشتو کې د سویډن د موسسې په مالي جوړ او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي. دغه ودانۍ ۳۰ خونې، ۶ تشنابونه د احاطې د دیوال او نورو ضروري و لري.
د پروان د ولایت د پوهنې د ریاست په تالار کې د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو د ۱۶۰ تنو فارغانو څخه د نوموړي ولایت په ښوونځیو کې د تدریس په موخه د آزموینې یوه سیالي ترسره شوه چې د نتایجو له اعلان څخه وروسته به د شیخ علي، سرخ پارسا، شینواري، سیاه ګرد او کوه صافي د ولسوالیو په ښوونځیو کې په دندو باندې و ګمارل شي.
د ډایکنډي د ولایت د پوهنې له ریاست سره د یونیسیف د موسسې له خوا د یو شمیر تعلیمي اجناسو مرسته و شوه چې په هغه کې ۵ بابه لویې خیمې، ۳ صندوقه د کریکټ د لوبې سپورتي وسایل او داسې نور څیزونه شامل دي چې د نوموړي ولایت د ګیزاب د ولسوالۍ د پوهنې مدیریت ته و سپارل شول.
د بادغیس د ولایت په مرکز کې د حنظله بادغیسي، آبکمري، د زراعت د مسلکي لیسې او قرغیتو د لیسې د زده کوونکو تر منځ د فوټبال پسرلنۍ سپورتي سیالۍ د بادغیس په لوبغالي کې تر سره شوې. لوبې د حنظله باغیسي او زراعت د لیسو په ګټه پای ته ورسیدې.