کور / تازه خبرونه / ناټو د احمد ولی کرزي سره د قمار لوبه مخته بیایی

ناټو د احمد ولی کرزي سره د قمار لوبه مخته بیایی

د انګلستان « ټایمز آنلاین » نن د کندهار څخه په خپل راپور کی ولیکل چی ناټو په افغانستان کی د خپل مأموریت تر ټولو غټ ترین جبری قمار د قدرت د یو بدنام نیونکی یعنی د ولسمشر د ناسکه ورورو احمد ولی کرزي سره په کندهار کی مخته بیایی . راپور وایی چی اییتلاف دﺉ نه خوښوی مګر مجبورأ همکاری ورسره کوی . د اییتلاف یو لوړرتبه مامور د ولی کرزي په باره کی داسی وویل : « پلان دا دی چی نوموړﺉ راسره ولرو او لورﺉ ورکړو نسبت دې ته چی له منځه ولاړ سی . موږ پر هغه سترګی نسو پټولای . هغه په اصطلاح هغسی یو ۸۰۰ پاویزه لویه بیزو ده چی د خونو په مابین کی یې ځای نیولی دی . هغه د مافیا مشر دی . هغه یو فامیلی دلال یعنی د کارونو مخته وړونکی او مشکل ګشا دی . »
راپور وایی چی ولی کرزي په شنبه د امریکا د لوی درستیز جنرال ډیویډ پترس سره هم وکتل او هغه مذاکرات یې ډیر ښه وبلل . راپور زیاتوی چی ولی کرزﺉ د قومی تفوق طلبۍ او قومی مخالفتونو څخه هم ډیر کار اخلی او که څوک مخالفت ورسره وکړی نو ژوند به یې په خطر کی وی . راپور وایی چی دﺉ د امریکا خصوصأ « سی آی اې » سره هم ډیر ارتباط لری او د سلګونو ملیونو ډالرو په قراردادونو کی لاس لری ، مګر ناټو مجبورأ د قمار لوبه مخته ورسره بیایی .
خو څیړونکي نه پوهیږی چی د اییتلاف په وینا د دغه « بدنام قدرت نیونکی » سره د هغوی د قمار مجبوریت په څه شي کی دی .