کور / تازه خبرونه / داورښتونو له امله شمال خلکو ته پراخ مالي اوځاني تاوانونه اوښتې

داورښتونو له امله شمال خلکو ته پراخ مالي اوځاني تاوانونه اوښتې

دتيري شپي دپرله پسې اورښتونو له امله شمالې ولايتونوډيري اوسيدونکيوته مالي اوځاني زيانونه اوښتي دي . دکندوز ولايت ولايتي شوراء رئيس محبوب الله محبوب لراوبر ته وويل چې دکندوز دوه ولسواليوخلکوته چې عبارت له ارچي اوعلي اباد څخه دي ډير مالي زيانونه اوښتي دي هغه زياته کړه چې دارچې ولسوالې ډيري وګړي بې کوره شوي دي لږترلږه 20 کورنه ړنګ شوي ، 500 څاروې هلاک شوي اوپه زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللي ده همدارنګه محبوب زياتوې چې په علې اباد کې نږدي 20 کلې د اوبو لاندي شويدي ، ګڼ شمير خلک بې کوره شوي اوپه ډير شمير کې دخلکو څاروې هلاک شوي دي مګر هغه وويل چې دکندوز ولايت څخه تراوسه پورې دمرګ راپور دوي ته ندي رسيدلې . خو دکندوز ګاونډي ولايت بغلان چارواکې بيا وايي چې دياد ولايت 14 ولسواليو په شمول دياد ولايت مرکزپلخمرۍ هم دتيري شپې سيلابونو زيانمن کړيدي اوپه لسګونه خلک تيرې تم دي چې تراوسه يي دمرګ ژوبلې په اړه کره شمير ندي څرګند همدغه راز په ياد ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه داوبو لاندي شوي چې په دغه کې کرينزه ځمکه هم شامله ده . داسې وويل ګيږي چې په بغلان کې هم ډيرخلک بې کوره شويدي .
دکندوز دعلي اباد ولسوالي يوتن قومي مشر لراوبر ته وويل چې بيړنيومرستو ته عاجله اړيتا ده خو تراوسه پورې ددغو خلکو مرستې ته نه دولت اونه هم خيريه ټولنې رسيدلې دي