کور / تازه خبرونه / د اجمل قصاب پر قضيه بېړه روانه ده

د اجمل قصاب پر قضيه بېړه روانه ده

وروسته له هغه چي د پنجشنبې په ورځ د ممبى محکمې اجمل قصاب ته د مرګ سزا واوروله، د مهارشترا وزيراعلي اشوک چاوڼ د قضيې د ژر تر ژره پاى ته رسولو حکم کړئ دئ.
اجمل قصاب ته پرون د ممبى محکمې څلور واره د اعدام سزا واوروله، نوموړى په قتل، د قتل دپاره په اقدام کولو، د حکومت سره په مخالفت او د غير قانوني کارونو په ترسره کولو تورن دى.
ټاکل سوې ده چي د اجمل قصاب قضيه ستري محکمې ته د تائېد دپاره ولاړه سي، خو نوموړى لا اوس هم د ژوند دوه چانسه لري، يو دا چي ستري محکمې ته د جرم خلاف اپيل وکړي او دوهم دا چي د هندوستان له ولسمشري څخه د بخښني غوښتنه وکړي.