دانتخابي كميسون سكرتر كنوردلشاد ويلي دي چي انتخابات به ارو مرو د فبروري په 18 مه نيټه كيمي دانتخاباتو لپاره امنيت ساتل د ايالتي حكومتونو دنده ده كراچى كښې د خبر يالانو سره د خبرو اترو په ترڅ كښې كنور دلشاد زياته كړه چې دانتخابي نښو دبدلولو كار نور نه كيږي انتخابى كميسون دڅلورواړه ايالتونو امنيتي حالت ډاډ من ګڼي د دوه څخه تر درې زرو پورې د رايه اچولو مرکزونه په غير سرکاري ودانيو كښې جوړ شويدي چې زياته په شمالي او جنوبي پښتونخوا كښې دي.