افغان چارواکي وايي په غور، هرات، بادغيس، سرپل، جوزجان او بغلان ولايتونو کي د بارانونو او سېلابونو له وجي ٦٥ کسان مړه سوي دي.
له تيرو څو ورځو راهيسي په يادو سويو ولايتونو کي پرله پسې بارانونه سوي چي پر ځاني تلفاتو سربېره يې درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.
د بادغيس د والي وياند شريف الدين مجيدي بي، بي، سي ته ويلي چي په بالامرغاب ولسوالي کي ٣٤ تنه مړه سوي دي، د خلګو کورونو، مالونو او مځکو ته درانه تاوانونه رسېدلي، خو مرکزي حکومت هيڅ ډول مرسته نه ده ورسره کړې.
همدا راز د هرات په اوبې ولسوالي کي ٢٠ تنه مړه سوي او د لسو په شاوخوا کي کسان تر اوسه ورک دي.
د طبيعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي په وروستيو بارانونو کي پر ٦٥ تنو مړيو سربېره ٢٥٠٠ کورونه ويجاړ سوي په زرونو هکټاره کرهڼيزه مځکه خرابه سوې او په سوونو څاروي اوبو وړي دي.