د افغانستان د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني د يوه شپږکسيز پلاوي په مشري اسلام آباد ته رسېدلئ دئ.
د راپورنو له مخي ښاغلي قانوني په اسلام آباد کي د دغه هيواد د پارلمان له وياندي فهميده ميرزا سره وکتل او د دواړو هيوادونو د اړيکو په هکله يې خبري سره وکړې.
آغلي فهميده ميرزا وايي پاکستان او افغانستان يوازي مشترک سرحد نه لري، بلکي د تيري يوې پېړۍ په اوږدو کي يې له يو او بل سره نه شلېدونکي او د دوو وړونو په څېر دوستانه اړيکي لرلي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني هم د پاکستان او افغانستان د ښو اړيکيو يادونه وکړه او وايي پاکستان سفر به يې د دواړوهيوادونو ترمنځ پارلماني اړيکي نور هم ټينګ کړي.
محمديونس قانوني چي د پاکستان د پارلمان په بلنه دغه هيواد ته تللى، د پاکستاني پارلمان د وياندي فهميدې ميرزا څخه يې وغوښتل چي له کابل څخه ليدنه وکړي.