په کندوز کي د ګرځنده ټلېفونونو کمپنۍ وايي د دې ولايت طالبانو خبردارى ورکړئ چي د ماښام له شپږو د سهار تر پنځو بجو پوري خپل ټول خدمات ودروي. او که چيري يې بند نکړي انتونه به يې وويشتل سي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د دې خبرداري پخلى کړئ او وايي چي دغه ګام يې ځکه اخيستئ دئ چي افغان او بهرني ځواکونو د شپې له خوا طالبان پر همدغو ټلېفونونو باندي پيدا کوي.
د شپې له خوا د ګرځنده مبايلونو پر خدماتو بنديز د افغانستان په جنوب لوېديځو ولايتونو کي له تيرو دوو کالو راهيسي روان دئ، خو دا لومړى ځل دئ چي په يوه شمالي ولايت کي هم بنديز پر لګېږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه