کور / تازه خبرونه / محافظه کاران تر کارګر ګوند مخته سول

محافظه کاران تر کارګر ګوند مخته سول

د برتانيې په پارلماني انتخاباتو کي واکمن کارګر ګوند ماته خوړلې او د محافظه کارانو ګوند ځني مخته سوئ دئ.
د ابتدايي رايي شمېرلو پرمهال کارګر ډېري رايي وړي وې، خو په داسي حال کي چي لا اوس هم د رايو شمېرل روان دي، د محافظه کارو مخته اعلان سوئ دئ.
د برتاني پارلماني انتخاباتو ته د دغه هيواد درې غټ ګوندونه، محافظه کاران، کارګر او ليبرال ديموکراتان ولاړ وو، چي د محافظه کارو ګوند مشر ډيويډ کېمرون د کارګر تر واکمن ګوند چي ګورډن براون يې مشري کوي مخته سوئ دئ.
محافظه کارانو ٣٠٥ کارګر ګوند ٢٥٥ چوکۍ وړي دي، په داسي حال کي چي د حکومت د جوړولو دپاره ٣٢٦ چوکۍ په کار دي. د رايو شمېرل لا اوس هم روان دي، که محافظه کاران د اکثريت چوکيو پر ترلاسه کولو ونه توانېږي، ممکن له ليبرال ديموکراتانو سره ايتلافي حکومت جوړ کړي.