سوات كښې د پاكستان پيپلز ( شيرپاو) ګوند د سيمه ايز مشر پركور بريد وشو چي له امله يې د كور دوې خونې په بشپړه توګه له منځه ولاړې خوچاته پكښې دسرزيان ندى اوښتي د خبر ترمخه پوليس وائى چي تيره شپه دسوات په سيمه كوزه بانډي كښې د پيپلز ګوند شيرپاو خلقي مشر شيرشاه خان كور نا اشنا وسلوالو د ريموټ كنټرول بم دلارې په نخښه كړ چي له امله يې د كور دوې خونې ړنګې شوې بلخواته سركاري رسني دغه ادعاكوي چې په سوات كښې 25 تنه وسلوال دوسيلې سره حكومت ته تسليم شويدي.