د برتانيې تر پرونيو پارلماني انتخاباتو وروسته د رايو شمېرني اداره وايي اوسنى واکمن ګوند (کارګر) تر محافظه کارانو او لبيرال ديموکراتانو مخته دئ.
تر اوسه لا دا معلومه نه ده چي کارګر ګوند به په يوازي سر د حکومت پر جوړولو وتوانېږي او که به د وړاندوينو سره سم د يوه ايتلافي حکومت جوړولو ته اړ سي.
د راپورونو له مخي د اوسني واکمن ګوند چي ګورډن براون يې کانديد دئ، محبوبيت د تيرو وختونو په تناسب په عامو برتانويانو کي ډېر راکښته سوئ دئ، ځکه خو ښايي نوموړى ګوند پر دې بريالى نسي چي په يوازي سر حکومت جوړ کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه