کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانانو خپل استعداد وښودئ، بايد ملاتړ يې وسي

افغانانو خپل استعداد وښودئ، بايد ملاتړ يې وسي

ليکوال: Andy Bull
ژباړن: م. ع. واحديار

دغه مقاله د مې پر شپږمه د برتانيې په معتبره ورځپاڼه ګارډين کي د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي په هکله خپره سوې ده.

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله ښيي چي نړۍ والو شل آوريزو سياليو ته راتګ يې د ځانګړي سفر پر خوا هغه نوى ګام دئ، چي د ولس زړونو ته يې د يوه نوي الهام په څېر ساه ورکړې ده.

کلايولايډ (١) سر وښوراوه، يوې او بلي خوا ته يې ورو – ورو وکتل، بيا يې د خپلو سوچونو په تائېد وويل: ((هغه هلک ښه بالينګ کوي، پوهېږې؟ هغه ماته د وقار يونس (٢) ځواني را يادوي، هغه هم ډېر تکړه وو، ماته به هيڅ عجيبه نه وي چي دى (حميدحسن) په يوه غټه لوبډله کي د لوبي پر مهال ووينم.
ښاغلى کلايو لايډ تر دې هم حقيقت ته ورنيژدې وو چي دى پوهېدئ.
په ونه جګ کيڼ لاسى بالر شاهپور ځدراڼ دې ته جوړ دئ، چي د راروان کال په (IPL) لوبو کي واخيستل سي، دغه لوبي د هندوستان په پونې کي ترسره کېږي.
د لوبډلي استازى د افغان لوبډلي له اداري مشر ډاکټر اېمل شينواري سره ږغېدلى دئ، چي په دې باب خبري سره شروع کړي. اېمل شينواري راته وويل: ((د نورعلي ځدراڼ (چي له هندوستان سره په لومړۍ لوبه کي يې پنځوس منډي وکړې) د اخيستلو په هکله هم غوښتنه ځني سوې ده)).

حميد حسن چي کلايو لايډ ته د وقاريونس ځواني ور په يادوي، تېره شپه د نورو افغان لوبغاړو په څېر ډېر ښه بالينګ وکړ. دى هغه څوک دئ، چي د جېکوېس کاليس غوندي لوبغاړي هم سوځولاى سي. حميد حسن هم دې ته جوړ دئ، چي ډېر ژر د يو چا له خوا په لوبډله کي واخيستل سي.
حميدحسن په دې ټورنمنټ کي دوه واره خورا زورور بالينګ وکړ. هندوستان ته يې په څلورو آورونو کي اته منډي ورکړې،او تېره شپه يې جنوبي افريقا ته څلور، صفر، ٢١ او درې منډي ورکړې.
هغه له ميرويس اشرف سره په ملګرۍ کي ٢٢ منډي جوړي کړې او خپله لوبډله يې د پرانيستونکو آورونو له خطرناک ناندريز حالت څخه را و ايسته.
افغان لوبډلي چي په شپږو آورونو کي ١٤ منډي جوړي کړي وې، بايد په پام کې ونيسو چي دوى په تيرو دوو کلونو کي تر اوسه د آس په شان د دغسي چټکو بالرانو سره نه وه مخامخ سوي. په ياد ولرئ دا هغه بېټسمينان دي چي دوه کاله دمخه په جرسي کي د بوټسوانا او جاپان سره لوبېدل.

د افغان لوبډلې نور لوبغاړي دې پوښتنو ته مختلف جوابونه لري چي (وروسته څه کېږي؟) بېټسمن رئيس احمدزي تقاعد واخيستئ. هغه وايي نور د خپلي خيريه ټولني AICSO په مرسته خپل ژوند په کمپونو او ښوونځيو کي د کرکيټ د نويو لوبغاړو روزني ته وقفوي.
د رئيس احمدزي د تيري شپې نوبت هغه ته ځانګړى سټايل درلودئ، هغه په لومړي بال څلوريزي جوړه کړه، خو دوهم بال يې د بالې پر څنډه ولګېدئ او شاته ولاړ کس چکه (کېچ) کړ.

(راتلونکې څنګه ده؟) دا هغه پوښتنه ده چي بايد پر دوو برخو ووېشل سي. يوې ته يې د رئيس احمدزي او شاهپور ځدراڼ له خوا په راتلونکو مياشتو کي پلان نيول سوئ دئ.
لومړۍ مسئله په لوړه سطحه د کرکيټ کول دي، چي مسئوليت يې د کرکيټ نړۍ والي شورا او د کرکيټ د ټاپو هيوادونو بورډونو ته راجع کېږي.
افغانانو وښوده چي دوى وړتيا لري، اوس بايد دوى ته نوري لوبي ورکړل سي، په ځانګړې توګه بايد په درې ورځنيو او څلور ورځنيو ټيسټ لوبو کي چانس ورکړل سي.
کلايو لايډ وروسته وايي يوازنۍ لاره چي دوى به يې زدکړي دا ده، چي څنګه د جنوبي افريقا د لوبغاړو ډال سټين او مورني مورکيل په څېر تېزو بالرانو سره مقابله وکړي.

دوى په شارجه کي يو مرکز لري، هلته يې په زرونو هيوادوال د نندارچيانو په توګه ورته ناست وي. د نويو راپورته سويو هيوادونو لوبډلي به له دوى سره هلته د انګلستان د ګرمۍ تر وخته سره لوبي وکړي او د ليسيسټرشير (د انګلستان په مرکز کي يوه سيمه ده) له خوا به په ډالۍ کي سپين لباسونه ورکړل سي.

د آسيا د کرکيټ شورا چي له دوى سره يې ډېري مرستي کړي دي، له ډېره وخته پر دې پلان کار کوي چي څنګه د افغانستان له لوبډلي سره تلپاتي مرستي تنظيم کړي. په لنډ وخت کي د دوى تر ټولو غټ سيالان زيمبابوې او بنګلدېش دي، خو افغانستان به د دوى تر تاثير لاندي رانسي.

د معادلې دوهمه برخه دا ده چي په افغانستان کي په بنسټيزه توګه د سپورټ د پرمختګ دپاره کار وسي. او دا هغه څه دي چي رئيس احمدزى او ډاکټره سارا فن به يې د خپلي خيريه موسسې له خوا ترسره کوي. دوى به د کرکيټ کمپونو ته ځي، د ښوونځيو او په هغو کي د کانګرېټي پيچونو د جوړولو دپاره به په ټول هيواد کي فعاليت کوي.
د افغانستان د کرکيټ کيسه هغه ناتمامه داستان دئ چي هر چاته اميد ورکوي. سارا فن پرون راته وويل: ((زه د افغانستان په شمال کي له خلګو سره وږغېدم، هغوى ټولو د افغانستان د ملي لوبډلي په هکله خبري کولې، دوى ويني چي دغه ځوانان د مهاجرينو له کمپونو څخه راغلي دي او داسي ښه لوبه کوي، دا نو هغه څه دي چي دوى ته اميد ورکوي)).

افغانان د يوه ښه راتلونکي دپاره ډېر لېواله دي، خو هيچا د دوى دې مثبت اړخ ته نه دي کتلي. په دې هيواد کي زدکړو تنده موجوده ده، د دې هيواد ډېر ښوونځي چي موږ جوړ کړي دي، هلته ورتلونکي کوچنيان په ليک لوسته نه پوهېږي، خو هلته غټ شمېر نوى نسل سته چي د علم د ترلاسه کولو دپاره زدکړي کوي، ځکه ښوونځى دوى ته علم راوړي او کرکيټ بيا يو ښه ساتېرى دئ. دا دواړه افغان ماشومانو ته هغسي کوچني والې ورکوي چي په حقيقت کي يې دوى نه لري.

پروسږکال سارا فن، رئيس احمدزي او د افغانستان لوبډلي د ٥٠ ماشومانو د روزني دپاره د کرکيټ کمپ جوړ کئ، چي ١٢٠٠٠ کسان ورته راغلل او د افغانستان د لوبډلي پر بس لکه لمن راوڅرخېدل، هلته له ٢٠ کيلومتره ليري سيمي څخه داسي نجوني او ماشومان هم راغلي ول، چي په پښو کي چپلکي نه درلودې
.
که زه تاسي ته د يوه هيواد په ښېګڼه کي د ورزش د اهميت په باب قناعت نسم درکولاى، نو تاسي د هغه مستند جادويي فلم تر راتګ پوري صبر وکړئ چي د ((له اېرو څخه دباندي)) په نوم د افغان لوبډلي د وروستي دوه کلن سفر په هکله جوړ سوئ دئ او په را روان دوبي کي نندارې ته وړاندي کېږي.
د دې فلم جوړوونکي ټيم البون، ليزلي نوټ او لوسي مارتين دي، دوى د ډېرو خلګو له منځه هغه درې کسان دي چي دغه کيسه يې د تيري اونۍ تر خوشحاليو (شل آوريزه سياليو) پوري راټوله کړې ده.

د افغانستان د کرکيټ پر شاوخوا سارا فن، د نړۍ وال کرکيټ ګروپ پيټرفراولي، د بي بي سي د پښتو څانګي اېمل پسرلى، د اې، سي، سي، شهريار خان، د ايم، سي، سي، مېتيو فليمينګ، او خپله د لوبډلي غړي لکه د ژور احساس لرونکى رئيس احمدزى، نازدانه پرانيستونکى کريم صادق، خوشحاله څارونکى تاج ملوک عالم، ځيرک روزونکى کبيرخان، با وقاره کپتان نوروز منګل او ډېر نور فوق العاده خلګ سته چي په کوچنۍ افغاني ټولنه کي کرکيټ ته پام وکړي.

اوس د دې وخت رارسېدلى دئ چي د مرستي شبکه پراخه کړل سي. که له ملي لوبډلي سره مرسته د ورزش د ادارې مسئوليت وي، پخپله پر افغاني ټولني باندي هم دا پراخ مسئوليت لوېږي، چي دې لوبي ته په بنسټيزه توګه پرمختګ ورکړي.
که موږ غواړو چي د افغانستان په يوه ښوونځي کي د کرکيټ يو کانګرېټي پيچ جوړ کړو ٣٠٠٠ ډالره مصرف غواړي، او که د دې مطلب ١٩٨ تنه لوستونکي د لس- لس پونډه بسپني ورکولو پرېکړه وکړي، نو دغه بلاګ کولاى سي چي د افغانستان د کرکيټ د نوي ښوونځي دپاره يو پيچ جوړ کړي.

لمن ليکونه:
١ – کلايو لايډ په ١٩٤٤ کال د اګست پر ٣١ _ مه د انګلستان په جارج ټاون کي زېږېدلى، د ويسټ انډيز د لوبډلي پخوانى مشهور لوبغاړى دئ، چي تر تقاعد وروسته يې د کرکيټ د نړۍ والي شورا له خوا د نړۍ په مختلفو هيوادونو کي د کرکيټ د روزونکي او له ٢٠٠١ څخه تر ٢٠٠٦ پوري د آى، سي، سي د ريفري يا منځکړي په توګه دندي ترسره کړي دي.

٢ – وقار يونس د پاکستان پخوانى مشهور تکړه بالر دئ، چي په څلور ورځنيو (ټيسټ لوبو) کي يې ٣٧٣ ويکيټي او په يوه ورځنۍ نړۍ والو لوبو کي يې ٤١٦ ويکيټي اخيستي دي.