کور / تازه خبرونه / کندوز : په کورنۍ شخړه کښي دوې مېرمني ټپي شولې

کندوز : په کورنۍ شخړه کښي دوې مېرمني ټپي شولې

تېره شپه ناوخته دکندوز ښار د دوهمې حوزې په مربوطاتوکې دوه ميرمنې مور او لور، ديوې کورنۍ شخړې په پايله کې په ډزو ټپې کړي شوي .

دکندوز دامنيه قوماندانې يوتن مسوول سمنوال عبدالرحمن اقتاج دپيښې په اړه ويب پاڼې ته په خبرو کې وويل : وړمه شپه يوه نيمه بجه يوتن عبدالرحمن نومې چې څه موده وړاندي دايران څخه راغلې ووخپله ميرمن عادله اودهغې مور يا خواښې دتومانچې په وسيله وويشتله داقتاج په خبره

بريدکوونکې وروسته له بريده دپيښې له ځايه په تيښته بريالې شوې خو دهغه دنيونې لپاره هڅې رواني دي .

دعبدالرحمن ټپې شوي ميرمن چې دامهال دکندوز په سميزروغتون کې د درملنې لاندې ده. دپيښې په اړه داسې وويل : دوه کاله پخوا ماله عبدالرحمن سره واده وکړ چې اوس يو ځوې لرم ، زما خاوندډيره موده په ايران کې ورک وو هيڅ درک ئې نه کيده بيا هغه وطن ته راستون شو ، له هغه سره زما ګوزاره ښه نه وه هره ورځ به مو په کور کې جګړې وي نو بيا زه ديته اړشوم چې مجبوراَ له هغې طلاق واخلم او ترې جدا شم نوهمدا لامل وو چې زه محکمې ته عارضه شوم محکمې زما خاوند هم راوغوښته او بيا هغه تيره ورځ ژمنه وکړه چې زه درته طلاق درکوم، مګر ناڅاپه تيره شپه دا واقعه رامخ ته شوه ، هغه (عبدالرحمن) يوه بله هڅه هم کوله هغه داچې هغه غوښتل چې زما مورچې اوسمهال کونډه ده خپل ورور ته په نکاح کړي ما ددي کار مخالفت وکړ نوځکه زما اودخاوند مې په دي کار سره نورې هم اړيکې ترخې شوي .

دکندوزسمييز روغتون مشرډاکټرهمايون خاموش ويب پاڼې سره په خبروکې زياته کړه چې د ناروغانو روغتيايي حالت اوس د انديښنې وړ نه دي .

په ياد ولايت کې دښځو چارو درياست دمالوماتو له مخې دښځوپروړاندې د تاويخوالې پيښې او موارد تر پخوا په دغه ولايت کې راکم شوي دي ولې بيا هم کله ناکله دناسمو دودنو او اجبارې ودونو او بې ځايه ازاديو بې بندو باريو له مخې دا ډول پيښې رامنځ کيږي چې ډيرې وختونه دمرګ او ژوبلې تر بريده رسيږي .