نن (پنجشنبه) نړیوال روغتیايي سازمان خبر ورکړئ دئ چي د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي هر کال شاوخوا یو لک تنه د مارانو لخوا د چیچېدو وروسته خپل ژوند دلاسه ورکوي . دا اندازه خلګ تقریبا د هالېنډ د دېلفت نومي ښار د ټولو اوسېدونکو سره سمون خوري .
د مارچیچېدو زیات قربانیان اکثره وخت په غریبو ملکونو کي وي، چیري چي یې دارو-و-درمل کم او یا هيڅ نه وي . ویل کیږي چي په پرمختللو هیوادونو لکه امریکا کي هم په لسګونو تنه د مار چیچني له کبله له منځه ځي .
د جرمني سره صلیب په یوه راپور کي ویلي دي چي سږ کال به د اټکل له مخي په شمالي اروپا کي د مار دچیچېدو له امله زیات شمېر وګړي خپل ژوند دلاسه ورکړي . سور صلیب زیاتوي چي باید په هر ځای کي غټ (اوږده) واښه کوچني کړل سي او دایې هم ویلي چي باید کوښښ وسي چي په چمنو کي د ګرځېدو پر وخت رنګه جرابي واغوندو .