کور / تازه خبرونه / کابل : نن يو ځل بيا د [ مرګ پر اېران ] لاريون ترسره سو

کابل : نن يو ځل بيا د [ مرګ پر اېران ] لاريون ترسره سو

نن پنجشنبه يو ځل بيا د يکشنبې په ادامه په پلازمېنه کابل کښي د اېران د سفارت مخي ته د [مرګ پر اېران] لاريون ترسره سوچي پکښي د اېران د اسلامي جمهوريت پر ضد شعارونه ورکول کېدل، په لاريون کښي نژدې سلګونو تنوګډون درلود چي نيمايي يې هم مېرمني وې .

لاريون کوونکو د اېران له حکومت څخه غوښتنه کول چي نور دي د افغان مهاجرينو اعدام او شکنجه جداٌ ودروي !

دا په روانه اوونۍ کښي په کابل کښی دوهم احتجاجي لاريون دئ چي د ملي مشارکت ګوند يې په لاره اچوي .

د راپورونو له مخي د افغانستان لوېديځ مېشته ګاونډ په وارو-وارو د افغان مهاجرينو سره د غير انساني سلوک ترڅنګ د هغوی په ځورونه، برمته کولو، د کورونو په سوځولو، د بدن د غړو په پرېکولو او تر اعدام وروسته د هغوی د جسدونو پر ليلام هم تورن سوئ دئ چي لومړنۍ بيه يې د جسد پر سر دوه مليونه تومنه ايښودل سوې وه .

د [ مرګ پر اېران ] لاريونونه په داسي حال کښي ادامه پيداکوي چي له هيواد نه بهر هم د اېراني سفارتونو په وړاندي ورته احتجاجي لاريونوه نه د دوام په حال کښي دي .

د اېران اسلامي جمهوريت تېره مياشت د ۳۰۰۰ زره افغان مهاجرينو د اعدام حکم صادر کړ چي ويل کيږي تراوسه يې ۵۰ تنه اعدام سوي دي خو افغان دولت يواځي د شپږو هغو د اعدام پخلی کوي .