" />  " />  " />  " /> یونان : په لاریون کښي ۲۷ ټپيان او ۳ نور ووژل سول    – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / یونان : په لاریون کښي ۲۷ ټپيان او ۳ نور ووژل سول  video 

یونان : په لاریون کښي ۲۷ ټپيان او ۳ نور ووژل سول  video 

د یونان په مرکز آتن کي لږترلږه ۳ تنه، ۲ ښځي او یو نارینه، هغه مهال له منځه ولاړل کله چي د یوه لاریون په ترڅ کي لاریون کونکو یوه بانک ته اور واچوئ . همداراز د لایون په ترڅ کي ۲۷ تنه پولیس زخمیان سوي دي .دوژل سویو کسانو جسدونه د مېرفین په بانک کي موندل سوي دي .  دیونان لمړي وزیر پخپله وینا کي دا یو بې رحمه عمل وباله .


لاریون هغه وخت لا توند او د کنټروله ووتئ کله چي پر پولیسو باندي پترولي بمونه غورځول کېدل او پولیسو یې په جواب کي پر مظاهره چیانو د مرچو سپرې او یو قسم ګاز، چي له امله یې د چا سترګی اوښکي کوي، کاراوه . د پولیسو یوه ویاند ویلي چي ۳ تنه هغه مهال ووژل سول کله چي نوموړي د نورو ۲۰ تنو سره د مېرفین بانک د سټېډیو اوینیو په څانګه کي په کار بوخت وه او یو پترولي بم وروغورځول سو . د بم غورځولو څخه وروسته دستي ټولو کارکوونکو غوښتل ځان وژغوري او ددې ځایه ګوښه سي، خو له منځه تللو ۳ تنو ته د تلو لاره ناممکنه وه .


د اطفائیې ویاند “پېنېوتیس فالاراس” ویلي چي د اور اخیستل سوي ځای ته د تګ دلاري د مشکلاتو له امله اطفائیه تخمینا ۱۵ دقیقې ددې ځایه لیري پاته وه . نوموړی زیاتوي چي د اطفائیې کارکونکو د بالکون (= کټاره لرونکې برنډه) څخه ۵ تنه ژغورلي دي .


لاریون کونکي په دې نه دي خوشحاله چي د اروپا لخوا یونان ته د ورکول سويو ۱۱۰ بیلیونه یورو له امله دي په یونان کي مالیه (ټېکس) زیاته سي او په دې خاطر یې په مظاهرو لاس پوري کړئ دئ .