د (ودان اوښکه)

(ودان) زما کوچنى زوى، د ښوونځي د لومړي ټولګي زده کوونکى، په غوښه خوار خو په عقل پوخ دى، د خپل ټولګي اول نومره دى، هره ورځ چې له ښوونځي څخه کورته راځي نو ښوونکې يې پرمخ د لياقت ستوري رسم کړي وي، د کتابچې په هره پاڼه کې ورته ښوونکې، افرين، ډېر ښه، Very good او excellent ، ليکلي وي. خپلې کورنۍ دندې پرته له دې چې زه او يا مور يې ورته ووايو وخت پر وخت ترسره کوي. کله چې له ښوونځي راستون شي نو ژر تر ژره خپله کورنۍ دنده ترسره کړي، وخت ځانته سپما کړي، ددې يو علت شايد دا وي چې دى له ټلويزيون او کمپيوټر سره ډېره علاقه لري، په ټلويزيون کې يې ټول هغه چينلونه په نښه کړي چې سپورتي لوبې په کې وي او يا کارتوني نشرات لري، زما د ټلېفون څو سيټونه يې په ګېمونو خراب کړل، کله چې مې ټلېفون پرې بند کړ، نو ده راته وويل: د چا زوى چې اول نومره وي پلار يې هر څه ورته اخلي، خير چې ټلېفون راته نه راکوې ليپټاپ راته واخله، ما ويل کور کې ډيسکټاپ کمپيوټر شته، هغه کاروئ! ده ويل هغه ته ټوله ورځ سمسور (مشر ورور يې) ناست وي هغه مانه پرېږدي، ما ويل پرېږدي دې، ده ويل نه مې پرېږدي، ما ورته وويل ځه که چېرې په کلنۍ ازموينه کې اول نومره شې، نو ليپټاپ درته اخلم، هغه اولنومره شو، نو ما هم ورسره خپله وعده پوره کړه، اوس نو پر ليپټاپ کمپيوټر دومره حاکم دى چې زه کله کومه پوښتنه ورڅخه کوم، نو موسکى شي مانا دا چې ته لا پر ډېرو شيانو نه پوهېږې. زه يې کله کله مور ته وايم چې دې د کمپيوټر نسل ته خو زه او ته دومره ساده ښکارو لکه د غره سړى چې ښار ته راشي. هغه راته وايي، ما پورې هم کله کله خاندي ساده ورته ښکارو، دوى سره به څه کوو؟
په اکثرو کورونو کې د ټلويزيوني چينلونو د بدلولو واک له کوچنيانو سره وي، خو د ډرامو او تفريحي فلمونو پر سره د ميندو او ماشومانو ترمنځ کله کله ټکر پېښېږي، ما په خپل کور کې درې ټلويزيونونه لګولي: يو د ماشومانو په خونه کې، يو په خپله خونه کې، يو په مېلمستون کې او په کتابتون کې مې کمپيوټر ايښى، هدف مې دادى کله چې د ماشومانو او زموږ د ذوق ترمنځ اختلاف راځي نو چې هر يو د خپلې خوښې چينل ته لاسرسى ولري. پر دې ماښام چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کرکېټ لوبه مستقيماً ښودل کېدله، زه خپله خونه کې ټلويزيون ته کېناستم، لمر، شمشاد او نورو ټلويزيونونو لوبه په مستقيم ډول ښودله، لوبه لومړى افغانانو پيل کړه، له هر ځايه ټلېفونونه راتلل! استاده! ټلويزيون ته کېنه ټلويزيون ته، ما ورته ويل ناست يم. زړه مو د خپل هېواد لوبډلې ته ډب ډب کاوه، له دعاګانو پرته مو نور هېڅ نه شو کولاى، مېرمن به مې يوه شېبه په پخلنځي کې وه، يوه شېبه به يې زما په خونه کې ټلويزيون کاته، کله چې به افغانستان کومه نومره واخيسته نو دواړو به چکچکې کړې. مېرمن به مې همدا ويل، خداى خو دې افغانستان کامياب کړي، ډېر غريبان يو، افغانستان قندول ډېر مظلوم دى. کله چې به د افغانستان کوم لوبغاړى وسوځېده نو ددې په غږ کې به هم تغير راغى.
زما مټ به يې کېکاږه خداى دې زموږ افغانان کامياب کړي، زه به ورته ډوډۍ تياره کړم يو ښه محفل به ورته ونيسم. ودان له هغې بلې کوټې رامنډه کړه، اغا! اغا دا (سمسور) او هيلو (مشره خور يې) ګوره! ما ټلويزيون ته نه پرېږدي، غږ مې کړ: وه هلکو پرېږدئ ودان، سمسور راغى اغا دى بيا کارتوني نيسي او (کشتى کج) نيسي موږ هغه نه غواړو، ودان بيا راغى ګوره اغا نه مې پرېږدي، ودان ته مو وويل راځه ماسره کېنه، نن د افغانستان او هند د کرکېټ مسابقه ده، خداى دې وکړي چې موږ يې وګټو! زويه که موږ وګټله نو ښه تحفه درته اخلم، هلک راغى، زما څنګ ته کېناست، بالښت ته يې ډډه ولګوله او سر يې زما پر ولي کېښود، ما يې پر سر ورو ورو لاس راکښه، هلک ورو ورو لوبې ته متوجه کېده، ودان تر ما زيات پر کرکېټ پوهېده، ماته يې ويل دوى ژر ژر او په تېزه توپ نه ولي؟ ما ويل زويه ولي يې خو هند ډېره تجربه لري هغوى شپېته کاله کېږي چې دا لوبه کوي او موږ او تاسې خو دا دى څلور پنځه کاله کېږي چې دا لوبه کوو، ودان وويل: اغا هند کې کافران دي که مسلمانان؟ ما ورته وويل زويه هند کې اکثريت هندوان اوسي خو مسلمانان هم په کې شته! ده بيا يو سوړ اوسېلى وکېښ، کله چې به لوبه د افغانستان په ګټه نه وه، نو دده پر روحياتو به پوهېدم چې ورو ورو به په کې تغير راته. دى به کله کله هغه ريفري ته چې سرې جامې پر تن وې ډېر په قهر شو، ويل يې خداى خو دې دا سورږيرى مړ کړي ټول کار په همده کې دى، دى زموږ دښمن دى، ما ويل نه زويه هغه هغه خو ريفري دى، ده ويل نه د توپ مخه نيسي. رښتيا هم څو ځله داسې وشول چې د افغانانو توپ د ريفري ترڅنګ تېر شو او هغه به ځان بچ کړ. مېرمن خو مې چې څو شېبې نوره لوبه وکتله ويل يې زه د ليدو تاب نه لرم، که کوم ښه زېرى و ما باندې غږ کړئ، افغانانو هند ته ١١٥ منډې هدف وټاکه. کله چې هنديانو لوبه پيل کړه، نو دا وخت ډوډۍ هم تياره شوه، نو ما ويل چې لوبه خلاصه شوې نه وي، ډوډۍ نه خورو، زه او ودان کرکېټ ته ناست وو او هيله، سمسور، سوله او مور يې په خپله خونه کې، کله چې به افغانانو کوم هندي لوبغاړى اوټ کړ، نو ما او ودان به چکچک وکړ، ټولو به يوځل زموږ خونې ته رامنډه کړه، دا به يو ښه زېرى و، خو د لوبې حالت ته مې چې کتل، د افغانستان د ګټې چانس ورو ورو کمېده، د ودان وضعيت هم ورو ورو خرابېده، پر ما يې هم ډېر بد تاثير کاوه، کله چې د لوبې د پاى شېبو ته رانږدې شو، نو د ودان حالت نور هم خراب شو يو وخت چې ورته متوجه شوم، د هلک په سترګو کې د اوښکو ډنډ راڅرګند شو ورو ورو يې د ښي سترګې له کونجه يوه اوښکه راووتله! ما ويل زويه خير دى بل ځل يې ترې ګټو کله يې پرېږدو، دا خو اول ځل دى، دې وخت کې مې مېرمن (ارين يون) سوله (کشره لور مې) سمسور (مشر زوى مې) ټول زما خونې ته راغلل، مېرمن مې وويل وش افغانستان قندولک بايلوله! ما ويل بېچاره ګانو ډېر زور وواهه خو هېڅ چاره نه وه، دې وخت کې سمسور او سوله ودان ته متوجه شول، يو دم دواړه په خندا شول، اوهـ ودان خو ژاړي ودان ژاړي، چکچک يې کړ، د ودان په سترګو کې نورې اوښکې هم راغلې، شونډې يې مرۍ مرۍ شوې، ګوره اغا که نه ما باندې ريشخند وهي! پر هغوى په قهر شوم، چوپ شئ غلي شئ، تاسې خو نه پوهېږئ، دا خو مې هوښيار زوى دى، پر خپل هېواد يې زړه خفه شوى، دى خو دومره تکړه سړى دى، چې هم په صنف کې اول نومره دى او هم خپل هېواد ورباندې ګران دى تاسې په دې خبرو څه پوهېږئ، دى خو په هر څه پوهېږي، دى چې له خيره غټ شي په کرکېټ ټيم کې يې داخلوم، ټولو هندوانو ته به ماتې ورکوي، بيا به يې وګورئ، مور يې هم پر هغوى په قهر شوه دواړو ودان مچ کړ، دلاسه مو کړ، غېږ کې مې ونيو ما ورته وويل زويه تاته ښې ډېرې تحفې اخلم او دې نورو ته هېڅ شى نه اخلم پرې چې دوى ته ښه زور ورکړي.
څو شېبې وروسته ډوډۍ ته لاړو، خو ډوډۍ هېچا ته خوند ور نه کړ، ډېره ترخه راباندې تمامه شوه، زه خپلې خونې ته راغلم، لږه شېبه وروسته ودان خپل قلم او کتابچه راواخيستل او د خپلې کورنۍ دندې پر ليکلو يې پيل وکړ. هلک بيا لکه چې د کرکېټ کوم خيال کې تللى وي، څو شېبې وروسته بيا سولې او سمسور چغه کړه، اوه ودان ژاړي ودان ژاړي، ورمنډه مې کړه، بيا پر هغوى سخت په قهر شوم، دواړه مې له غوږونو ونيول په خپلو بسترو کې مې څملول، چوپ شئ بې ادبو، ودان په سلګو و، ګوره اغا دوى په ما ريشخند وهي، نور نو د خبرو نه و د زړه له درده يې ښه په خوټ خوټ وژړل، خپله کتابچه يې لاندې مخې ته نيولې وه، کله چې کتابچې ته متوجه شوم، نو د اوښکو څاڅکو د پنسل کرښې سره ګډې کړې او تورې ليکې يې د پاڼې بېلابېلو برخو ته غځولې وې، غېږ کې مې ونيو خپلې خونې ته مې راوړ، ډاډ مې ورکړ، ما ويل زويه ته چې لږ غټ شې په کرکېټ ټيم کې دې داخلوم، ټولو ته به له خيره سره ماتې ورکوې، د افغانستان غچ به له خيره اخلې، د رخصتۍ پر ورځ به درته ډېرې تحفې اخلم، هر شى چې ته غواړې هغه به درته اخلم، د هلک په وېښتانو کې مې ورو ورو ګوتې وهلې، يو وخت ماشومانه خوب هغه په غېږ کې نيولى و، پر ما هم د پرېشانۍ داسې خوب راغى چې له پرېمانه نهيلو سره مل و ودان خپلې اوښکې وڅڅولې، خو ما او مور يې خپلې ګرمې اوښکې خپل زړه ته تېرې کړې او هېچا هم ونه ليدلې.