کور / تازه خبرونه / نيمروز: پنځه پوليس او د ولايتي شورا وکيله وژل سوې ده

نيمروز: پنځه پوليس او د ولايتي شورا وکيله وژل سوې ده

د نيمروز ولايتي مقامات وايي پر دغه ولايت د طالبانو په ډله ايزو حمله کي پنځه پوليس او د ولايتي شورا يوه وکيله ګل مکۍ وژل سوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي وضعيت اوس د پوليسو تر کنټرول لاندي راغلئ دئ، اووه تنه وسله وال د پوليسو له خوا وژل سوي دي.
د کورنيو چارو د وزارت د وياند په وينا د محکمې، ولايت مقام، مستوفيت سره نيژدې يې چاودني او حملې کړي وې او پر يوه بله ملکي نقطه يې هم حمله کړې چي د امنيتي ملحوظاتو له کبله يې اوس نوم نه اخلي ځکه چي په سيمه کي اوس هم عمليات روان دي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ او وايي دې ښار ته يې د اوو ځانمرګو په ګډو نهه جنګيالي لېږلي دي.
د پېښي د قربانيانو په هکله دقيق معلومات به وروسته پر ليکه سي.