کور / تازه خبرونه / رئيس احمدزى: ولس دي زما په تقاعد اندېښنه نه کوي

رئيس احمدزى: ولس دي زما په تقاعد اندېښنه نه کوي

د كركيټ د ملي لوبډلې مهم لوبغاړي رئيس احمدزي د خلكو د هغه اندېښنو ته ځواب ووايه، چې ګواكي دى به په كوم بل سبب له لوبډلې ګوښه شوى.
ښاغلي احمدزي وويل: ((ما پخپله خوښه دا كار كړى، او تر دې وروسته به د كركيټ په برخه كې د ځوانانو د روزلو لپاره كار كوم)).
وروسته تر هغه چې رئيس احمدزي تر نړيوال كپ وروسته له ملي لوبډلې څخه د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه، ځينو خلګو ته اندېښنه پيدا شوه چې ګنې ښاغلى احمدزى د کوم اختلاف له وجي له لوبډلي څخه ځي.
خو رئيس احمدزى وايي له لوبډلي څخه جلا کېږي نه، بلکي تقاعد اخلي او هغه هم په دې خاطر چې ملي لوبډلې ته نوي ځوانان راشي.
نوموړي زياته کړه چې تر دې وروسته به هم د كركيټ په برخه كې كار كوي او د ملي لوبډلې لپاره به نوي ځوانان روزي، چي د نورو نړيوالو سياليو لپاره افغان لوبډله نوره هم پياوړې شي.
بلې خوا ته د ملي لوبډلې روزونکي کبيرخان له بي، بي، بي سي سره په يوه مرکه کې وويل چې رئيس احمدزى يې د ملا تير وو، د هغه په تقاعد خواشينى دئ، خو دا چې نورو ځوانانو ته لاره هوارېږي خوشحاله دئ.
کبيرخان وويل رئيس احمدزي په کويټ کي په يوازي سر اتلولي وګټله، د نوموړي په وينا رئيس خان هغه لوبغاړى وو چې د فشار پر مهال يې تر بل هر وخت ښه لوبه کوله، په سختو شېبو کې به نه احساساتي کېدئ او ډېره آرامه لوبه به يې کوله.
کبيرخان وايي ښايي تر رئيس احمدزي وروسته ځينې نور لوبغاړي هم تقاعد اعلان کړي، چې ملي لوبډلې ته نوي ځوانان لاره پيدا کړي.