تېره شپه د افغانستان په هرات، سرپل، بلخ او غور ولايتونو په ځينو سيمو کي سېلابونو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخي د هرات په ګوزره ولسوالي کي ٩ تنه مړه سوي، د ٣٠ په شاوخوا کي ټپيان دي او ١٠ تنه ورک دي.
بلي خوا ته په بلخ ولايت کي هم د باران او سېلاب له وجي يو تن مړ سوئ او د لسو په شاوخوا کي ټپيان سوي دي.
د هرات ولايت د سرې مياشتي رياست وايي سېلاب ځپلي سيمي ته يې د ژغورني ټيم او د ځينو اړينو توکو لېږل شروع کړي دي.
راپورونه وايي په يادو سويو سيمو کي پر ځاني تلفاتو سربېره، سخت مالي تاوانونه هم خلګو ته اوښتي دي چي له امله يې په لسهاوو څاروي او په سوونو جريبه د کښت او کروندې مځکي خرابي سوي دي.