د خيبرپښتونخوا مشر وزير بشيراحمد بلور وايي که حکيم الله مسود مړ يا ژوندى وي، د دوى ورسره کار نسته، ځکه چي هغه اوس د مسلمانانو د قتل عام څخه لوېدلئ دئ.
نوموړي دغه څرګندوني پر داسي مهال وکړې چي د حکيم الله مسود يوه تازه ويډيو مطبوعاتو خپره کړې ده او د هغه د مرګ اوازې يې دروغي ثابتي کړې.
همدا راز ښاغلي بلور د هزاره ډيويژن د اوسېدونکو د مظاهرو په هکله وويل هزاره ډيويژن د خيبرپښتونخوا برخه ده، ايالتي حکومت نه غواړي چي هغوى له صوبې څخه جلا سي، خو د جلا صوبې د جوړولو دپاره مبارزه د دوى حق دئ. د نوموړي په وينا د مظاهره چيانو له خوا دولتي او شخصي املاکو ته د تاوان رسوونکو خلاف به حکومت جدي ګامونه واخلي.
مشر وزير وويل يو وخت چي عوامي نيشنل د پښتونخوا د نامه ږغ راپورته کړ، په ايالتي پارلمان کي د هزاره ډيويژن استازي ګوهر ايوب دا کار د پاکستان د قانون خلاف وباله، خو اوس خپله د پښتونخوا څخه د جلا صوبې د جوړولو ناقانونه غوښتنه کوي.