د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي د کندهار د نا امنيو تر شا د پرديو هيوادو لاس دئ.
نوموړي په کندهار کي د هغو حملو په هکله د آزادۍ راډيو سره خبري کولې چي په دې وروستيو کي د طالبانو له خوا د کندهار د دولتي ادارو پر کارکوونکو او قومي مشرانو باندي ترسره کېږي.
د احمدولي کرزي په وينا طالبانو داتصميم نيولى دئ چي قومي مشران له منځه يوسي، خو دا د دوى ناکامي ده، ځکه د دې پېښو تر شا د پرديو هيوادو لاس دئ.
د کندهار د ولايتي شورا د رئيس په وينا بهرني هيوادونه غواړي چي بې امنيتي جوړه سي او پارلماني ټاکني ناکامه سي.
خو د دپه نظر قومونه هيڅوک له منځه نسي وړاى که يو مشر ووژل سي پر ځاى يې بل کس ټاکل کېږي او دا مرګونه د دوى په وړاندي د خلګو نفرت راپورته کوي.
احمدولي کرزي وويل هر څوک چي وژل کېږي د خلکو روحيه نوره هم قوي کېږي، دولت کوښښ کوي چي د قامي مشرانو ژوند تامين کړي.