کور / تازه خبرونه / عراق: د وسله والي ډلي لوړ پوړى مشر نيول سوئ

عراق: د وسله والي ډلي لوړ پوړى مشر نيول سوئ

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي له القاعده شبکې سره په اړيکيو تورن جنګيالى ابوعبدالله الشافل يې نيولى دئ.
د کورنيو چارو وزارت وايي ښاغلى الشافل د انصارالاسلام د وسله والي ډلي مشر دئ چي د حکومت پر ضد جنګېږي او د بغداد په منصور او احمديه سيمو کي د عملياتو پر مهال نيول سوئ دئ.
راپور وايي ابوعبدالله الشافي د شورويانو سره د جهاد پر مهال په افغانستان کي جنګېدلئ دئ او تر ٢٠٠١ کال پوري په افغانستان کي وو، چي په ٢٠٠٣ کال پر عراق د امريکا له يرغل راهيسي د امريکا او عراق د حکومت پر ضد جنګېږي.