کور / تازه خبرونه / د زيمبابوې سره لوبه د نيوزلنډ په ګټه اعلان سوه

د زيمبابوې سره لوبه د نيوزلنډ په ګټه اعلان سوه

د کرکيټ په نړۍ والو سياليو کي د بي ګروپ څخه د زيمبابوې او نيوزلنډ ترمنځ لوبه د باران له وجي د نيوزلنډ په ګټه اعلان سوه.
د نيوزلنډ لوبډلي ټاس يا پچه وګټله او زيمبابوې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، چي زيمبابوې ايله زيمبابوې ٨٤ منډي جوړي کړې.

د زيمبابوې لوبغاړي پر ٣١، ٢٠، ٨، ٣، ١، صفر، ١٤، ٤، صفر، صفر، او ٢ منډو باندي يو په بل پسې په داسي کي وسوځېدل چي له ټاکل سويو شلو آورونو څخه يې پنځه آوره لا پاته ول.
وروسته د نيوزلنډ لوبډله بيټينګ ته ودرېده چي تر نهم آور پوري يې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ٣٦ منډي جوړي کړې، خو د باران له وجي لوبه ودرول سوه او په اوو منډو د نيوزلنډ په ګټه اعلان سوه.