کور / تازه خبرونه / په زابل او هلمند كي چاودنو 14 كسان مړه او ټپي كړي

په زابل او هلمند كي چاودنو 14 كسان مړه او ټپي كړي

د زابل ولايت په شينكۍ ولسوالۍ كي، د يوه ماين د چاودني له امله لږ تر لږه، اته كسان ژوبل سوي دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په اعلاميه كي راغلي، چي په دغو ټپيانو كي پنځه پوليس او دري د ملي اردو سرتيري دي.

همدارنګه اعلاميه وايي چي، د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ كي هم د يوې چاودني په ترڅ كي، شپږ ولسي وګړي وژل سوي او له دغي چاودني سره په تړاو شپږ مشكوك كسان هم نيول سوي دي.