د بریټانيا د دفاع وزارت وايي، د دغه هيواد دوه سرتيري تېره ورځ ، د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کي په دوو جلا پیښو کي وژل سوي دي.
د دفاع وزارت ویلي، یو سرتېرى په نادعلي ولسوالۍ كي په یوې ترافیکي پېښه او بل په همدغه سیمه کي، د ماین په چاودنه کي وژل سوی دی.
خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف بيا ادعا كوي چي، د لښكرګاه د باباجي په سيمه كي يي د بهرنيانو يو ټانګ په ماين الوځولى دى چي، په كي دري تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي، خو دولتي چارواكي د طالبانو دا ادعا ناسمه بللې .